'د کابل هوا کې تور رنګه چتر پراخېږي'

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کابل پر اسمان یاد تور رنګه چتر، د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره اندېښمنه کړې

که د هسک غره له څوکې کابل ښار ته وګورئ، ګومان کوئ پر ښار توره پېرړه پرده غوړېدلې ده.

دغه توره پرده له هغه خطرناک لوګي او لوخړو جوړه ده چې په ورځني ډول د نژدې پنځه میلیونو کابل ښاریانو روغتیا ګواښي.

د هوا دغه ککړوالي پر نورو ستونزو سربېره د ساه لنډۍ او سږو ناروغانو شمېر هم زیات کړی دی.

د کابل پر اسمان یاد تور رنګه چتر، د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره اندېښمنه کړې او خبرداری یې ور کړی چې دغه لوخړ ې به ناوړه پایلې ولري.

که څو دقیقې په دغې هوا کې وګرځئ سترګې به موښئ اوښکې به ترې روانې وي، داسې هوا ده چې ساه هم په اسانۍ نه اخیستل کېږي.

د انځور حقوق Getty Images

د ژمي په سړو کې د لرګیو لوړې بیې د برېښنا نشتوالی، د خلکو بې وزلي او د خونو د تودولو لپاره د نورو ټیټ بیه سون توکو کمښت د ډبرو د سکرو لګښت ډېر کړی، چې تر ډېره د هوا د ککړیدو لامل کېږي.

یو شمېر کابل ښاریان وایي دغې هوا زړه تنګي کړي او د ډېرو ناروغیو زیږنده ده. کابل کې د ژمي پر مهال هره کورنۍ لږ تر لږه یوه بخارۍ کاروي.

د شپې له خوا د هوا ککړوالي لامل د ډبرو سکاره او د ورځې له خوا د زرګونو موټرو ګڼه ګوڼه د ښار هوا ککړوي.

پر ښاري ټرانسپورټ سر بېره کابل کې داسې لږ کورنۍ به وي، چې شخصي موټر ونه لري او دا هم یو لامل شوی چې ورځ تر بلې هوا ککړه او چاپیریال زیانمن کړي.

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د چاپیریال ساتنې اداره وایي د هوا د ککړوالي ټاکل شوی معیار په یو متر مکعب کې ۱۵۰ مایکرو ګرامه دي، چې په کابل کې دغه شمېرې پنځه برابره لوړې دي.

د دغې ادارې د پالیسۍ جوړولو مرستیال غلام ولي مدقیق وایي، وایي د تېرو پنځو کلونو پرتله وضیعت بدلون کړی خو اندیښې لا هم نه دی کمې شوې.

داسې شمېرې نشته چې هر کال کابل کې د هوا ککړوالي له امله څومره خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي خو په روغتونو کې د موسمي ناروغانو شمېر ډیر شوی .

کابل کې د ماشومانو اندراګاندي روغتون ته هره ورځ لسګونه ماشومان د تنفسي ناروغیو له امله راوړل کېږي او د کابل په ټولو روغتونو کې یې شمېر زرګونو ته رسېږي.

د دغه روغتون مشر نورالحق یوسفزی وایي:

''ورځ تر بلې د کابل فضا کې د خطرناکو ګازو او مرکباتو خپریدل ډېریږي ''

د انځور حقوق Getty Images

د چاپریال ساتنې ادارې په وینا په بخاریو کې د زړو ټوکرو، پلاستیکونو ،بې کیفیته تیلو او څرمنو سوځول نور هغه لاملونه دي چې هوا ککړوي. د چاپیریال ساتنې اداره هیله منه ده چې تر راتلونکو څلورو کلونو به د هوا ککړوالي کچه راټیټه او په نړیوال معیار به یې برابروي .

خو هغه څه چې د دې ادارې هڅې ننګوي، د کابل د اسمان تور چتر دی چې ورځ تر بلې پراخېږي .

ورته مطالب