د هوا ککړتيا سره تړلې ستونزې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د هوا ککړتيا سره تړلې ستونزې

افغانستان کې د روغتیا وزرات چارواکي وايي هېواد کې يې د هوا ککړتيا له امله د مړینې کچه په لوړېدو ده. د روغتيا نړيوال سازمان د ارزونو له مخې چاپېريالي خطرونه افغانستان کې د مرګونو ۲۶ سلنه برخه جوړوي.

د کور دننه هوا ککړتيا له امله افغانستان کې د کال ۲۷ زره کسان مري، داسې حال کې چې له کورونو بهر هوا ککړتيا له امله يې د کال د مرګونو شمېر ۱۱ زره بللی دی. کابل کې د ژمي په رسېدو د هوا ککړتیا لاپسې ډېرېږي چې ورسره ګڼ خلک په تنفسي ناروغیو اخته کېږي.

اړونده مطالب