افغانستان د چین له 'اقتصادي کمربند' سره یوځای کېږي

په دې درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د پاکستان د بهرنیو چارو ویر خواجه محمد اصف او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ګډون کړی و. د انځور حقوق AFP
Image caption په دې درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د پاکستان د بهرنیو چارو ویر خواجه محمد اصف او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ګډون کړی و.

په چین کې د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو لومړنۍ غونډه کې افغانستان د چین له اقتصادي دهلیز سره د ځان نښلولو هوکړه کړې، چې دغه دهلیز د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته غځول کېږي. په دې ناسته کې افغانستان کې د سولې بهیر پر پیاوړتیا هم ټینګار شوی.

په دې درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د پاکستان د بهرنیو چارو ویر خواجه محمد اصف او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ګډون کړی و.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل: "دواړو خواوو (پاکستان او افغانستان) د امکان تر حده څومره چې ژر کېږي د خپلمنځي اړیکو رغولو هوکړه کړې. دواړو ټینګار وکړ چې هېچا یا هېڅ ځواک ته به پخپل قلمرو کې د مقابل لوري پرضد فعالیتونو ته اجازه نه ورکوي. "

نوموړي وویل، د چین شینجیانګ له لارې له پاکستان سره د ډېرې پانګونې هیله لري.

د ناستې خبرپاڼه کې راغلي، درو واړو هېوادونو د خپلو اړیکو د پیاوړتیا او ژورو اقتصادي همکاریو پربنسټ د اقتصادي کمربند طرحه اعلان کړه.

امریکا ولې افغانستان کې د چین پانګونه ډېرېدل نه غواړي؟

ګوادر: د پاکستان دوه سمندري ځواکونه وژل شوي

"چابهار، افغانستان او هند د پاکستان له اړتیا خلاص کړل"

اعلامیه کاږي، دا کمربند د منځنۍ اسیا له هېوادونو او اروپا سره د چین د نښلولو هڅه ده، چې د افغانستان له لارې د چین - پاکستان اقتصادي دهلیز د ۵۷ میلیارد ډالرو په ارزښت منځنۍ اسیا ته لار مومي.

په ناسته کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې، امنیتي او اقتصادي همکاریو هم ټینګار وشو.

سولې او پخلاینې ته د طالبانو د هڅولو مساله هم د ناستې یوه برخه وه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف هم افغانستان کې د سولې ټینګېدل مهم وبلل چې په وینا افغانستان کې سوله د پاکستان په ګټه هم ده.

د انځور حقوق د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
Image caption سولې او پخلاینې ته د طالبانو د هڅولو مساله هم د ناستې یوه برخه وه.

ښاغلي اصف زیاته کړه، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې مهارول، د کډوالۍ کړکېچ او ترهګري دواړو ګاونډیو هېوادونو ته لوی سرخوږی دی، چې د دواړو هېوادونو ګډو هڅو ته اړتیا لري.

افغانستان پر پاکستان د طالب اورپکو د ملاتړ تور لګوي.

د انځور حقوق Arg
Image caption په تېره جون میاشت کې، د افغانستان او چین ولسمشرانو محمد اشرف غني او شي جین پېنګ له ترهګرۍ سره پر ګډه مبارزه او د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

بیجینګ له پاکستان سره د اقتصادي دهلیز پر جوړولو کابو اوه پنځوس میلیارد ډالر لګولي.

چین په دې پانګونه کې د سړکونو، اورګاډي پټلیو او غازو نل لیکو جوړولو ته لېوالتیالري، چې د ګوادر له لارې د چین لوېدیځ کاشغر ښار سره ونښلوي.

افغانستان له چین سره د کونړ پر سیند د برېښنا پروژه لاسلیک کړه

"چین په افغانستان کې د امریکا حضور نه غواړي"

په تېره جون میاشت کې، د افغانستان او چین ولسمشرانو محمد اشرف غني او شي جین پېنګ له ترهګرۍ سره پر ګډه مبارزه او د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د دې ترڅنګ، چین او افغانستان د اورګاډي لیکې او د کابل - کونړ پر سیند د برېښنا بند جوړولو په اړه هم دوې تفاهمنامې لاسلیک کړې دي.

ورته مطالب