کونړ پوهنتون سږکال تر ټولو بوډا محصل فارغ کړ

برکت خان
Image caption د برکت خان ډېرو زلمو کلیوالو پوهنتونونه لوستي، خو په دې عمر برکت خان لومړنی دی.

یوشپېته کلن برکت خان اوس یو درجن لمسي لري. هغه وايي د دندې لپاره يې پوهنتون نه دی لوستی، غواړي خلکو ته دا پیغام ورکړي، چې تعلیم او لوست ته عمر په پام کې مه نیسئ.

برکت خان څلور لسیزې وړاندې کونړ د پوهنتون لوستو په نیت پرېښود او کابل ته راغلی و، دی د ساینس پوهنځي په اووم سمستر کې و، چې کودتا وشوه او پوهنتون ترې پاتې شو.

برکت خان په یوشپېته کلنۍ کې له پوهنتون فارغ شو. د ده ټولګیوال د ده له زامنو هم کشران وو، برکت خان وايي له زلمو سره په ټولګي کې په ناسته او پوهنتون ته د کتابونو په وړلو ونه شرمېد.

برکت خان وايي غوښتل يې نورو ته د تعلیم د ارزښت پوهاوی ورکړي او ورته وښيي، چې د عمر په هر پوړ کې زدکړې ممکنې دي:

"زه پوهېږم، چې په شپېته کلنۍ کې وظیفه نه ورکول کېږي، ما غوښتل خپلو اولادونو او خلکو ته دا پیغام ورکړم، چې د تعلیم لپاره عمر شرط نه دی، ما ته مې ښوونکو او ملګرو زما د توقع خلاف ډېره مینه راکړه، لمسو مې ګلان راوړي وو، د کور غړي خوشاله وو."

د برکت خان ډېرو زلمو کلیوالو پوهنتونونه لوستي، خو په دې عمر برکت خان لومړنی دی.

هغه څلور زامن لري یوه يې پوهنتون لوستی او له نورو پاتې دی، زامن يې وايي د پلار په څېر به یوځل د پوهنتون په درشل پښه کېږدي.

طاهرالله يې دویم زوی دی، تر دوولسم ټولګي يې زدکړې کړې. هغه وايي د پلار په فراغت يې له زړه خوشاله وه:

"هغه موږ ته دا وښوده چې تعلیم د عمر په هر وخت کې کېږي، موږ به هم یوه ورځ پوهنتون ته ورشو."

د فراغت په غونډه کې تر ګردو لومړی برکت خان د ستاینلیک اخیستو ته وبلل شو، دا صحنه د ډېرو لپاره له تعجب نه ډکه وه، ځکه د ده په عمر سړي د خپلو اولادونو او لمسو د فراغت مراسمو ته راغلي وو.

اړونده مطالب