د کابل له یوۀ مبهم ماښامه راپورته شوې پوښتنې

کابل د انځور حقوق FB
Image caption پخواني افغان ولسمشران حفيظ الله امين او ببرک کارمل

د ۱۹۸۰ کال د لومړۍ میاشتې پر درېیمه ورځ د افغانستان د هغه مهال ولسمشر ببرک کارمل د امریکا پر متحدو ایالتونو تور پورې کړ، چې ګواکې افغانستان ته د راغلیو شوروي پوځیانو پر خلاف 'پروپاګند کوي او خلک پاروي. '

د کارمل له دې څرګندونو څه کم یوه اونۍ مخکې لسګونه زره شوروي پوځیان افغانستان ته ننوتل، د هغه مهال ولسمشر حفیظ الله امین یې وواژه او واک ببرک کارمل تر لاسه کړ.

ببرک کارمل په افغانستان کې د روسي پوځیانو شمېر 'محدود ' باله او اوس هم دا معلومه نه ده، چې رښتیا دی خپله له دې (محدود) شمېره خبر و او دا یې یوازې د دوست هېواد هغه پوځیان بلل چې د ده په خبره د افغانستان دفاع ته راغلي وو.

ببرک کارمل پر امریکا د جنورۍ پر درېیمه د پارونې تورونه د بهرنیو خبریالانو پر وړاندې خپله لومړنۍ خبرې غونډه کې پورې کړل، خو خپله افغانانو ته یې لومړۍ وینا د رادیو پر څپو خپره شوه، چې ویل کېږي له تاشکند رادیو، چې هغه مهال د شوروي برخه و، د کابل رادیو پر څپو خپره شوه.

د کارمل هغې وینا په اړه د ده له نژدې ملګرو پرته کابل کې څوک نه پوهېدل چې له کومه ځایه خپرېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ببرک کارمل په افغانستان کې د روسي پوځیانو شمېر 'محدود' باله

د پېښو شاهدان وايي، هغه مهال چې کارمل دغه وینا کې د خپل پخواني سیاسي ملګري او وروسته دښمن ولسمشر حفیظ الله امین د وژل کېدو خبرې کولې او په هغه یې د امریکا د جاسوسۍ تورونه پورې کول، روسي پوځیانو د کابل په تاج بېک غونډۍ کې د حفیظ الله امین پر کور او دفتر د ټانکونو ډزې کولې.

تاریخونه راښيي، چې یوازې د ببرک کارمل لوري ته حالت مبهم نه و، بلکې دښمن یې حفیظ الله امین هم تر ډېره حده له وضعیته ناخبره و.

د حفیظ الله امین د وژل کېدو پر مهال په تاج بېک ماڼۍ کې شته کسانو وروسته وویل، چې کله روسي ټانک د نوموړي پر دفتر لومړی ډز وکړ، حفیظ الله امین په حیرانۍ پوښتنه کوله، چې دا څوک دي؟

هغه دفاع وزارت او نورو پوځي مرکزونو ته ټیلیفون کاوه، چې پوه شي څه پېښه ده.

د انځور حقوق Getty Images

ویل کېږي حفیظ الله امین ته د هغه روسي اشپزانو زهر ورکړي و او کله چې د هغه دفتر ته ډاکټران وغوښتل شول، په دغه ډله کې یوه شوروي ډاکټر ټینګار کاوه، چې باید امین د شوروي پوځي مرکز ته د معایناتو لپاره واستول شي، خو افغان ملګرو یې ویل، چې باید همالته یې درملنه وشي.

شوروي ډاکټر ولې پر دې ټینګار کاوه، چې امین باید د شوروي پوځي مرکز ته ولېږدول شي، یا دا چې امین ولې دفاع وزارت او ولسمشرۍ دفتر د ښار له منځه بهر یو ګوټ ته ولېږدول، چې څو سوه متره پورې یې یو حفاظتي دیوال هم نه و؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption لسیزه وروسته شوروي پوځونه له افغانستانه ووتل او تر شا یې د ویجاړیو انبارونه پرېښودل

دا معلومه ده، چې د امین حکومت پر مهال کابل او بګرام ته شوروي ځواکونه تللي وو او داسې هم ویل کېږي، چې د امین وژنې پر ورځ لسګونه زره شوروي پوځیان د افغانستان له پولې اوښتي وو، خو ایا امین د شوروي پوځ لېږلو غوښتنه کړې وه او که کړې یې وه، شمېر یې معلوم و که نه؟

او که دا هر څه له پلان سره سم و، بیا امین د وژل کېدو پر مهال ولې نه پوهېده، چې څوک پرې ډزې کوي؟

ویل کېږي، چې د سفیر په توګه بهر ته د ببرک کارمل استولو کې د امین خوښه شامله وه، خو وروسته یې ان د اوسېدو له ځای ځایګي هم ناخبره و.

د افغانستان په تړاو د شوروي اتحاد پلان د ۱۹۷۹ کال د دسمبر پر ۲۷ ماښام ټولو ته څرګند شو.

دغه راز افغانستان ته د شوروي پوځونو له ننوتلو وروسته د امریکا متحدو ایالتونو په ګډون نړیوالې ټولنې هم په بېړه غبرګون وښود او اقدامات یې وکړل، خو خپله ببرک کارمل چې د افغانستان نوی واکمن و، له نړیوالې ټولنې او امریکا سره د اړیکو او تعامل په تړاو څه پلان درلود؟ او که یې درلود وروسته نژدې لسو کلونو کې یې څنګه عملي کړ؟

دا ورسره د دغې پېښې اړوند تړلې ګڼې بې ځوابه پاتې پوښتنې لږ تر لږه یو څه ثابتوي، چې د افغانستان د غمیزې پیل ډېر مبهم و.