د کابل برید وژل شویو شمېر لوړ شوی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کابل برید وژل شویو شمېر لوړ شوی

افغان امنیتي چارواکي وايي، د هغه ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰ ته رسېدلی، چې پرون پنجشنبه کابل کې پر یوه کلتوري مرکز شوی و.

چاوراکي وايي برید کې ۹۰ کسان ټپیان شوي، چې ۲۵ یې اوس هم روغتون کې بستري دي.