''کندهار: له سلو ۸۰ مېندې خپلو ماشومانو ته خپلې شیندې نه ورکوي''
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

''کندهار کې له سلو ۸۰ مېندې خپلو ماشومانو ته خپلې شیدې نه ورکوي''

په کندهار کې یوه څېړنه ښيي چې، په سوېلي یا جنوبي ولایتونو کې نژدې، ۸۰ فیصده ښځې، خپلو نویو زېږېدلو ماشومانو ته خپلې شیدې نه ورکوي. پر ځای یې، داسې څه ورکوي چې ماشوم ته یې له ګټې تاوان ډېر وي. ځینې یې له امله خوار ځواکي شي او نور حتی مري.

په دغه څېړنه کې څه باندې ۱۵۰ میندې پوښتل شوي دي. ملګري ملتونه هم وايي چې، په ټول افغانستان نژدې دوه میلیونه خلک خوار ځواکي دي. د دې شمېر ډېری یې ماشومان دي. له کندهاره مامون درانی رپوټ لري.