افغان پوځ د " ۷ مهمو بهرنیو داعشیانو" د وژلو خبره کوي

د انځور حقوق Reuters

په جوزجان ولایت کې چارواکي وايي، د افغان او ناټو ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د دغه ولایت د درزاب ولسوالۍ په سنګدره(سیمه) کې تر ۲۶ داعشیان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان دي.

د جوزجان ولایت امنیه قومندان فقیر محمد جوزجاني د بي بي سي خبریال محفوظ زبیدي ته وویل، چې تېره ورځ( د جنورۍ پر اوله) د وسلوالو پرضد دوه عملیات شوي چې پکې اوه بهرني وسلوال هم وژل شوي دي:

"وژل شويو کې څلور اوزبکستاني او درې فرانسویان هم دي."

نوموړي دا هم وویل، په دې دوو عملیاتو کې- چې نږدې ۷ ګړۍ روان وو- د داعش ۲۴ وسلوال ټپیان شوي دي.

د تېر ډيسمبر پر لسمه نړیوالو او افغان سرچینو ومنله چې په سوریه کې د "اسلامي دولت" یا داعش له ماتې وروسته د دې ډلې ځینې فرانسوي او الجزایري وسلوال د افغانستان شمال ته رسېدلي دي.

درزاب پخواني ولسوال باز محمد داور هغه مهال له اې پي خبري اژانس سره خبرو کې منلې وه، چې یو شمېر الجزایري او فرانسوي توکمه کسان په دغه ولسوالۍ کې د داعش کنټرول لاندې سیمه کي شته.

د جوزجان امنیه قومندان وايي، د کره معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته یې د دوشنبې په ورځ هوايي عملیات کړي، چې پکې درې فرانسویان هم وژل شوي دي.

نوموړی وايي، دغه اوه بهرني جنګیالي(فرانسوي او ازبکستاني) د داعش کلیدي کسان و.

"دوی ځايي داعش وسلوال روزل. ماینونو جوړول یې ور زده کول. د دوی مشري یې کوله".

د هغه په خبره، په درزاب ولسوالۍ کې د داعش پر افغان وسلوالو سربېره، د ازبکستان، ترکمنستان، چیچین، فرانسې او عرب هېوادونو وسلوال هم شته، چې شمېر یې څلوېښتو ته رسېده، چې اوه کسان یې ووژل شول.

دا سیمه له قوش تېپه سره پر ځنګ پرته ده چې ځینې سیمې یې د داعش په ولکه کې دي.

داعش پر ۲۰۱۵ کال افغانستان کې له ننګرهار ولایت څرګند شو او وروسته یې شمال ته هم د پښې غځولو هڅه وکړه.

دا ډله د نورو ولایتونو پرتله جوزجان کې ډېره فعاله ښکاري.