نور وايي، حکومت بلخ ته وسله وال لېږي، چارواکي وايي د نوي والي ساتونکي دي

عطامحمد نور وايي، دې لړ کې یې افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ'یوناما' د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د افغانستان مرکزي حکومت ته لیکونه استولي دي. د انځور حقوق FB/ATTA MOHAMMAD NOOR
Image caption عطامحمد نور وايي، دې لړ کې یې افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ'یوناما' د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د افغانستان مرکزي حکومت ته لیکونه استولي دي.

د جمعیت اسلامي ګوند اجرايي مشر عطامحمد نور ادعا کوي، د افغانستان ملي امنیت شورا او ملي امنیت اداره د بلخ ولایت امنیت ګډوډولو لپاره وسله وال کسان دغه ولایت ته لېږي.

نوموړي نن سه شنبه بلخ کې د خپلو ملاتړو یوې غونډې ته وینا کې ادعا وکړه، چې د پلازمېنې محمد اکبرخان مېنه کې د امنیت شورا مېلمستون او دغه ځای ته نژدې د ملي امنیت ادارې یو مېلمستون هغه ځایونه دي، چې په خبره یې له مزار، سمنګان او شاوخوا ولایتونو ځینې کسان هلته لېږدول کېږي.

د ښاغلي په نور په وینا له دغه ځایه دغو کسانو ته د مزارشریف ښار کې د 'ګډوډۍ ' رامنځته کولو لپاره پېسې او وسله ورکول کېږي.

د بلخ نوی والي: د جمعیت ګوند ډېری غړي پر ما راضي دي

نور: له هوکړې پرته مې څوک د بلخ له ولایته نه شي ګوښه کولای

عطا محمد نور: له بلخه د تګ یا پاتې کېدو پرېکړه به جمعیت کوي

بل لور ته د افغانستان ولسمشرۍ دفتر یوې سرچینې په وینا هغه مېلمستون چې ښاغلي نور ورته اشاره کړې، د بلخ نوي والي انجنر محمد داوود دفتر دی. د سرچیمې په وینا هغه کسان چې ښاغلی نور یې په مزار کې ګډوډۍ رامنځته کوونکي بولي د نوي والي ساتونکي دي.

عطامحمد نور وايي، دې لړ کې یې افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ 'یوناما ' د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د افغانستان مرکزي حکومت ته لیکونه استولي دي.

د انځور حقوق FB
Image caption د افغانستان سیمه ییزو ارګانونو ادارې ویانده منیره یوسف زاده وايي، ښاغلی نور اوس د بلخ والي نه دی او 'پخوانی والي' دی.

ښاغلی نور وايي، د وروستۍ پرېکړې لپاره د جمعیت اسلامي ګوند او افغان حکومت تر منځ د خبرو منتظر دی. نوموړی وايي، یوازې له خلکو سره د مشورې له لارې به پر دغو کسانو 'کلک ګوزار وکړي '

بل لور ته د افغانستان سیمه ییزو ارګانونو اداره وايي، ښاغلی نور اوس د بلخ والي نه دی او 'پخوانی والي ' دی.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ویاندې منیره یوسف زاده بي بي سي سره خبرو کې وویل:

''سیمه ییزو ارګانونو اداره د نوي والي په توګه د محمد داوود د ګومارنې دنده لري او طبیعي ده، چې هر نوي والي ته یوه اندازه امکانات هم ورکول کېږي. ''

نوموړې وايي، 'هغه ولایت کې هم نوي والي ته امکانات ورکول کېږي، چې نوی والي پکې ټاکل کېږي. '

مېرمن یوسف زاده د عطا محمد نور د وروستیو څرګندونو په تړاو وویل:

'له پخواني والي مو غوښتنه دا ده، چې مسوولانه خبرې وکړي. '

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشرۍ دفتر کې یوې سرچینې ویلي، هغه کسان چې ښاغلي نور ورته اشاره کړې، د نوي والي ښاغلي داوود ساتونکي دي

مېرمن یوسف زاده وايي، محمد داوود د بلخ نوی والي دی او ډېر ژر به معرفي شي.

له دې مخکې د لیندۍ پر ۲۷ د افغانستان ولسمشرۍ دفتر او محلي ارګانونو ادارې اعلان وکړ، چې افغان ولسمشر د ښاغلي نور استعفا منلې او محمد داوود یې د هغه پر ځای د بلخ والي ټاکلی دی.

اړونده مطالب