په ننګرهار کې ۵ امریکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

. د انځور حقوق Reuters
Image caption دا په روان ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې لومړنۍ پېښه ده.

په افغانستان کې د پرېکند ملاتړ ماموریت وايي، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یې د جګړې پر مهال یو سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

سرچینې د امریکايي سرتېرو د مرګ ژوبلې د څرنګوالي په اړه ډېر جزیات ور نه کړل، خو ځايي حکومتي سرچینو بي بي سي ته وویل، یاد امریکايي ځواکونه د روان کال د جنورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه، اچین کې د داعش وسله والې ډلې پر ضد د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډو عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

د ننګرهار اچین ولسوالۍ له تېرو کلونو ناامنه ده او د راپورونو له مخې، دغه ولسوالي په افغانستان کې د داعش ډلې یو له کلکو سنګرونو ګڼل کېږي.

د تېر کال د اپرېل په ۱۳مه امریکايي ځواکونو په اچین ولسوالۍ کې د ''اسلامي دولت'' ډلې پر سمڅو تر ټولو لوی بم ''د ټولو بمونو مور'' غورځولی و چې پکې د لسګونو داعشیانو د وژلو ادعا شوې وه.

* افغانستان کې ۲ امریکایان ووژل شول

* افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو کره شمېره څومره ده؟

* امریکايي ځواکونه: ننګرهار کې یې ولسي وګړي نه دي په نښه کړي

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له پرېکند ماموریت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په پېښه کې د ټپي شويو امریکايي قراردادي سرتېرو روغتيايي وضعیت د ډاډ دی.

دا په روان ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې لومړنۍ پېښه ده.

د راپورونو له مخې دمګړۍ په افغانستان کې څه باندې ۱۱۰۰۰ امریکايي ځواکونه مېشت دي چې په ډله کې یې عادي، ځانګړي، پټ او لنډمهالي هغه شامل دي.

امریکايي ځواکونو پر ۲۰۱۴ کال په افغانستان کې پراخ یرغلیز عملیات پای ته ورسول او اوس د پرېکند ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونو ته روزنه او سلا مشورې ور کوي.

له وسله والو سره په جګړه کې د افغان ځواکونو د روزنې، مشورې او ملاتړ په برخه کې کار کوي.

ورته مطالب