د پاکستاني طالبانو یو مشر فقیر محمد 'بګرام زندان کې دی'

فقیر محمد د انځور حقوق AFP

د پاکستاني طالبانو پخوانی مرستیال مشر مولوي فقیر محمد وايي، له څو کلونو راهیسې بګرام زندان کې بندي ساتل کېږي. نوموړی ۲۰۱۳ کال کې ننګرهار ولایت کې نیول شوی و.

له بګرام زندانه بي بي سي سره خبرو کې نوموړي ویلي، 'ډېری ناوړه چلند ورسره کېږي او د درملنې نشتوالي له کبله ډېر زندانیان سخت ناروغ دي. '

فقیر محمد وايي 'دوه سوه افغان او پاکستاني طالبان د زندان په یوه کوټه کې ساتل کېږي، نه دلته کوم ډاکټر راځي او نه زندان چارواکي زندانیانو ته دارو درمل ورکوي. ' خو دغه ادعاوې نه افغان او نه هم پاکستاني چارواکو تایید کړی دی.

مولوي فقیر محمد په قبایلي باجوړ سیمه کې د پاکستاني طالبانو یو جګپوړی مشر او قومندان و. نوموړی ۲۰۱۲ کال کې د پاکستاني طالبانو لخوا له مرستیالې مشرۍ لرې شو او باجوړ کې د پاکستاني پوځ له لوري د ۲۰۰۸ کال د عملیاتو په ترڅ کې افغانستان ته وتښتېد.

" مولوي فقیر محمد باید پاکستان ته وسپارل شي"

پاکستان له افغانستانه مولوي فقیر محمد غواړي

مولوي فقیر محمد له ګوښه کېدو بې خبري ښيي

پاکستاني چارواکو فقیر محمد باجوړ کې پر پاکستاني پوځ د مرګونو بریدونو مسوول باله او هغه مهال دا هم ویل کېدل، چې نوموړی له افغان خاورې د پاکستان پر سرحدي پوستو بریدونه کوي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۳ کال لومړیو کې ویلي و، پاکستان له افغان چارواکو د مولوي فقیر محمد او هغو نورو پاکستاني طالبانو د سپارلو غوښتنه کړې، چې په ترهګریزو بریدونو کې ښکېل او د پاکستان لپاره مطلوب کسان دي.

مخکې ځینې پاکستاني چارواکو دا هم ویلي و، چې افغان چارواکو د مولوي فقیر محمد خوشي کولو لپاره شرطونه ایښي، چې پکې د ملا برادر په ګډون د یو شمېر افغان طالب مشرانو افغانستان ته سپارل شامل وو.

افغان دیپلوماتانو بي بي سي ته منلې چې د مولوي فقیر محمد له نیول کېدو وروسته پاکستان ته معلومات ورکړل شوي وو. د سرچینې په وینا هغه مهال پر دې امکان هم خبره شوې وه، چې فقیر محمد په پاکستان کې د زنداني طالب مشر ملا برادر بدل کې پاکستان ته وسپارل شي، خو د یو شمېر اختلافونو له کبله دغه تبادلې و نه شوې.