کابل ځانمرګی برید: ۱۳ پولیس وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي

. د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د تېرې شپې په ځانمرګي برید کې ۱۳ پولیس وژل شوي او د ۲ ملکي وګړو په ګډون ۱۸ نور ټپیان دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل، برید د پلازمېنې نهمې امنیتي حوزې مکروریان سیمه کې له ځايي مهال سره سم ماخوستن نژدې نهه بجې شوی دی.

د کابل ګارنیزون قومندان افضل امان په خبره، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو په بنايي سیمه کې د الکهولو او مخدره توکو د یو شمېر پلورنځیو د تړلو هڅه وکړه:

"هغو کسانو چې پخپلو هټیو کې یې نشه يي توکي پلورل، له پولیسو سره شخړه وکړه چې له ډلې یې یو کس ووژل شو، هټیوالو په سیمه کې مظاهره وکړه چې د مظاهرې جریان د ځانمرګي برید پېښې ته موکه برابره کړې ده. "

د نشه یي توکو له پلورنځیو د یوه اندازه چاودېدونکو توکو د تر لاسه کېدو خبره هم کېږي، خو د کابل ګارنیزون قومندان بي بي سي ته وویل، په دې اړه څه ویل له وخته مخکې دي.

د کابل امنیه قومندان سالم احساس په خبري غونډه کې وویل، د کابل پولیسو د لاریون سیمې ته غځېدلې درې لارې تړلې وې او ځانمرګی بریدګر د اعتراضیانو له لوري سیمې ته ننوتلی او د بلوا ضد پولیس یې، چې بې وسلې و، په نښه کړي دي.

د انځور حقوق Getty Images

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په ګډه خبري ناسته کې وویل، ځانمرګی پلی و او د پولیسو په جامه کې نه بلکې عام کالي یې پر تن و.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وايي، د پېښې ټپیان کابل روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د عیني شاهدانو په خبره د چاودنې غږ خورا زورور و او د ښار په بېلا بېلو سیمو کې اورېدل شوی دی.

د چاودنې مسوولیت د اسلامي دولت نومې یا داعش ډلې منلې دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په یوه اعلامیه کې دغه برید غندل شوی دی. د ارګ په خبر پاڼه کې ویل شوي، ولسمشر غني د پېښې په اړه د څېړنو امر کړی دی.

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپله توېټر پاڼه د کابل د تېرې ورځې برید غندلی دی.

د کابل د تېرې ورځې برید پر داسې مهال دی چې کابو یوه اونۍ وړاندې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې پر یوه کولتوري او رسنیز مرکز ځانمرګی برید وشو چې له امله یې تر ۵۰ کسان وژل شوي وو او لسګونه نور ټپیان وو.

* د کابل برید: د خواخوږۍ لپاره د پاریس ایفل ټاور څراغونه مړه شول

* د کابل برید کې "۴۱ کسان وژل شوي‌ او ۸۴ ټپیان دي"

اړونده مطالب

ورته مطالب