د پکتیکا امنیتي چارواکي: د حقانې شبکې څلور وسله وال مو نیولي

. د انځور حقوق PAKTIKA POLICE OFFICE
Image caption د امنیتي چارواکو په خبره، نیول شویو کسانو په تېر کې په ورانکارو فعالیتونو کې لاس در لود

د افغانستان د سویل ختیځ پکتیکا امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت په اورګون ولسوالۍ کې یې څلور وسله وال نیولي چې له حقاني شبکې سره تړاو لري. د پکتیکا له امنیې قومندانۍ رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه کسان یې تېره شپه د نومبر ۴مه د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له وسلو او موټرو سره یو ځای نیولي دي.

د سرچینې په خبره، نیول شویو کسانو په تېر کې یې د دوی په خبره په ډېر شمېر ورانکارو فعالیتونو کې لاس درلود.

دپکتیکا امنیه قومندان مل پاسوال محمد عظیم وایي، د یادو کسانو سره دوه کرولا ډوله موټر، دوه میله راکټ ، دوه میله پیکا، ۱۵ دانې د راکټ مرمۍ ، ۳۶۰ د پیکا مرمۍ او یوڅه اندازه باروت نیول شوي دي.

تر اوسه پورې حقانې شبکې په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

پکتیکا پر ډیورنډ کرښه له وزیرستان سره نښتی دی. حقاني شبکه چې په افغانستان کې په ډېرو خونړیو پېښو کې په لاس لرلو تورنه ده، ویل کېږي چې په شمالي وزیرستان او ور څېرمه سیمو کې خوندي پټنځیونه لري او له هماغه ځایه په افغانستان کې ترهګریز بریدونه پلانوي.

تېر کال د کابل ښار په زړه زنبق څلور لاري کې د ټانکر بم برید پړه پر حقاني شبکې ور واچول شوه. که څه هم د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني ته منسوب یو غږیز پیغام خپور شو چې په برید کې یې د یادې شبکې لاس لرل رد کړل. د کابل د زنبق څلورلارې ټانکر-بمي چاودنه کې چې د غبرګولي په لسمه وشوه، له ۱۵۰ ډېر کسان پکې وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي وو.

* حقاني شبکه: د کابل خونړی برید موږ "نه دی" کړی

* پاکستان کې د وسله والو طالبانو لپاره چنده راټولېږي

* د سترګو لیدلی حال: زموږ د مرګ او ژوند تر منځ څو ثانیې

اړونده مطالب

ورته مطالب