عبدالله: پېژندپاڼې دې د ټولو له قانع کولو وروسته ووېشل شي

د انځور حقوق CEO
Image caption ښاغلی عبدالله وايي "د برېښنايي پېژندپاڼو وېش بايد د خلکو د اختلاف او وېش لامل نه شي"

د افغانستان اجراييه رييس عبدالله عبدالله وايي د برېښنایي پېژندپاڼو (تذکرو) د وېش ځنډېدل ښه چاره ده او تر هغه چې ټول افغانان پرې قانع شوي نه وي پيل نه شي.

ښاغلي عبدالله د وزیرانو غونډې ته وویل، د داسې سلا مشورو او هوکړې پلوی دی چې د بېلتانه پرځای یووالی راولي.

نوموړی وايي "دا مسايل بايد د خلکو د اختلاف او وېش لامل نه شي، دا ملي هويت دی او پايله يې هم بايد دا وي چې خلک سره نژدې کړي او د يووالي لامل شي".

نژدې يو کال وړاندې ولسمشر غني تقنيني فرمان ورکړ چې په پېژندپاڼه کې قوم، مذهب او ملت وليکل شي، چې تېره مياشت د ځينو مخالفتونو وروسته د ملي شورا د ګډ کميسيون له خوا تاييد شو.

د انځور حقوق CEO
Image caption ښاغلي عبدالله د وزیرانو غونډې ته وویل، د داسې سلا مشورو او هوکړی پلوی دی چې د بېلتانه پرځای یووالی راولي.

په دغو پېژندپاڼو کې د ټولو وګړو له پاره د افغان ټکي کارېدل، د ځینو له نیوکو سره مخامخ شوي چې وایي دا یوازې د پښتنو نوم دی او نور قومونه نه رانغاړي.

ځينې نور بیا وايي د اساسي قانون له مخې ټولو ته افغان ويل کېږي او بايد په تذکرو کې د ټولو لپاره افغان وليکل شي.

د افغانستان د نفوسو او احوال ثبتولو اداره وایي د دغه بهير پيليدو ټول تدابير نيول شوي او د ولسمشر فرمان ته انتظار دي.

ورته مطالب