اشرف غني: وکیلان دې ګومارنو لپاره وزارتونو ته نه ځي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر غني په ملي پولیسو کې د سمون ملاتړ وکړ.

افغان ولسمشر د ملي پولیسو اکاډیمۍ د لسمې دورې د فراغت مراسمو کې د ولسي او مشرانو جرګې په غړو غږ وکړ چې د کسانو د ګومارلو لپاره دې وزارتونو ته نه ځي.

ولسمشر غني کورنیو چارو وزارت د پولیسو اکاډمۍ د ۴۴۶ محصلینو د فراغت غونډه کې دا خبرې کولې.

نوموړي زیاته کړه، که وزارتونو ته دا ډول وکیلان ورځي، نومونه دې یې ولیکل شي:

" که راغلل ثبت دې شي (د وکیلانو نومونه) او دهلېزونو کې دې خپاره شي".

* افغان پوځ ته اول ځل د امریکا بلک هاک چورلکې ورسېدې

* سيمه ييز ارگانونه: بلخ ته د نوي والي د استولو چمتووالی روان دی

هغه دا هم وویل، چې یو کس هم د فشار له مخې نه ګوماري، خو په دې پوهېږي چې څوک د فشار له مخې مقررېږي.

که څه هم د نوموړي اشاره په دې برخه کې چا ته نه وه، خو د ولسي او مشرانو جرګې وکیلانو ته ګوته نیول کېږي، چې د ځینې کسانو د ګومارلو لپاره په حکومتي ادارو فشار اچوي.

افغان ولسمشر زیاته کړه، د واسطې او پیسې له مخې ګومارل شوي کسان په خپله دنده کې پاتې راځي:

"څوک چې په پیسو مقرر شوی سبا یې غلا کړې څوک چې په واسطه راغلی له سنګر تښتېدلی دی".

پولیسو کې سمون

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر وايي، پولیسو کې د سمون لپاره د کورنیو چارو د وزیر ملاتړ کوي.

نوموړي کورنیو چارو وزارت کې سمون اړین وباله او ویې ویل چې د دې سمون ملاتړ کوي:

"زه وزارت ته سپارښتنه کووم چې له دې وروسته د اصولو له مخې مقررۍ، رخصتي او رتبې لوړولی شي، د وزارت منصوبان په واسطه څوک نشي ګومارلی".

د هغه په خبره، که افغان ملي پولیسو کې سمون نه وي سترې پروژې پلې کېدلی نه شي:

"پانګوال پانګونه نه شي کولی، کانونه کنستل کېدلی نه شي، ځکه د پولیسو سمون د ټولو خلکو له ژوند سره سروکار لري او په همدې وجه د پولیسو سمون مهم دی".

نوموړي په نویو فارغ شویو پولیسو غږ وکړ چې د وړتیا او خدمت له مخې به پرمختګ کوي.

هوايي پوځ درې چنده کېدل

د انځور حقوق RS
Image caption اشرف غني وايي، افغان هوايي ځواکونه درې چنده کېږي.

هغه دا هم وویل، چې د افغان امنیتي ځواکونو څلور کلن پلان جوړ شوی او له مخې یې افغان هوايي ځواکونه درې چنده کېږي.

له دې مخکې د افغان کومندو ځواکونه هم دوه چنده شول.

د وسلوالو مخالفانو په ځپلو کې افغان هوايي ځواک او کومندو ځواکونه ډېر مهم بلل کېږي.

ورته مطالب