جنډر او ښځو اړوند مطالعات، افغانستان کې د جنسیت برابرۍ هڅه

. د انځور حقوق UNDP
Image caption د کابل پوهنتون د جنډر او ښځو اړوند مطالعاتو له څانګې لومړی ځل ۲۱ محصلان فارغ شول

افغانستان کې په لومړي ځل د جنډر او ښځو اړوند مطالعاتو له څانګې محصلان فارغ شول. د جنډر پوهنځی کلونه وړاندې په کابل پوهنتون کې رامنځته شو چې موخه یې په هېواد کې جنسیتي برابرۍ ته لار هوارول ښودل شوي دي.

د افغان ښځو وضعیت اندېښمنوونکی ښودل کېږي او د ځېرونکو په وینا، په ټولنه کې د ښځو او نارینه وو ترمنځ تبعیضي چلند کېږي.

" هلک دی که نجلۍ" دا هغه پوښتنه ده چې د ماشوم له زېږد سره جوخته پوښتل کېږي او ځینو خو ښايي له زېږد وړاندې په دې اړه معلومات تر لاسه کړي وي.

د دې پوښتنې ځواب له زېږد ورځې نيولې، ښايي د عمر تر پایه د زېږدېدلي پر ژوند اغېز وکړي.

* شپږو میاشتو کې درې نیم زره ایرانۍ نجونې له کور تښتېدلې

* د "داعش" مشهوره فرانسوۍ غړې کوردانو نيولې

* "د لندن عصري ژوند کې ما د وینځې ژوند کاوه"

د ښځو او نارینه وو د کاليو رنګونه سره بېلېږي، نران له کوره د باندې چارې مخ ته وړي او ښځې د کور کارونو ته پاتې شي.

نارینه وو ته د عقل او پوهې او زړورتیا ځانګړنې منسوبې شي، خو ښځو ته بیا ښکلا، احساسات او عاطفي ځانګړنې منسوبې شي.

دا توپېرونه د هغو باورونو پایله ده چې له مخې نارینوالی او ښځه والی سره بېلول کېږي. دغه چاره چې په واقعیت کې نارینه وو ته تر ښځو لوړ مقام ټاکي، په ټولنه کې د قدرت د برابر وېش مخه نیسي، چې له امله یې ښځې د نارینه تر سیوري لاندې کېږي.

د انځور حقوق UNDP
Image caption تمه ده چې د جنډر برخه کې د کدرونو روزل به په دې برخه کې پر بهرنیو مشاورانو تکیه کمه کړي

کابل کې د ښځو اړوند مطالعات

د جنډر او ښځو اړوند مطالعې لومړی ځل په امریکا او اروپا کې دود شوې او بیا یې کرار کرار نورې نړۍ ته لاره وکړه.

د زورزیاتي لوړې شمېرې، په کورنۍ کې د نارینه وو پر نسبت تبعیضي چلند، د امنیت نشتوالی، لوږه، نالوستي، د مور ماشوم ډېره مړینه، ځانوژنې، ځانسوځونې او صحرايي محکمې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې سترې ننګونې دي.

دوه کاله وړاندې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په فني (تخنیکي او مسلکي؟) مرسته، د لومړي ځل لپاره په کابل پوهنتون کې د جنډر او ښځو اړوند مطالعاتو په برخه د ماسټري پروګرام پیل شو.

که څه هم له څو پېړیو د ښځو او نارینه وو د برابرۍ لپاره نړیواله مبارزه روانه ده، خو د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې لا هم د ښځو وضعیت اندېښمنوونکی ښودل کېږي.

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې د بېلو لاملونو له مخې، ښځې عدالت ته لاسرسی نه لري او پر وړاندې یې له زور زیاتي کار اخیستل کېږي.

په دې وروستیو کې د کابل پوهنتون د جنډر او ښځو اړوند مطالعاتو له پوهنځي ۲۱ محصلان فارغ شول چې په ډله کې یې له ۷۰ سلنه ډېرې ښځې وې.

تمه ده چې له دغه پوهنځي فارغېدونکي به په ټولنیز، سیاسي او اقتصادي برخو کې د افغان ښځو په پیاوړتیا کې ګټور تمام شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption الهه پوپلزۍ نه غوښتل د خپلې کورنۍ او ټولنې غبرګونونو ته تسلیمه شي

جنسیتي پوهه خپرول

الهه پوپلزۍ چې د جنډر په برخه کې یې زدکړې کړي او اوس په کابل پوهنتون کې درس ورکوي، وايي، د ښځو پر وړاندې له شته خنډونو سره د مبارزې غوره لار دا ده چې جنسیتي پوهاوی زیات شي.

اغلې پوپلزۍ هغه ستونزې بیان کړې چې دا د جنډر اړوند مطالعاتو په برخه کې د زدکړو له امله ور سره مخامخه شوې وه.

د هغې په خبره، سره له دې چې کورنۍ یې لوستې ده، له جنسیت څخه یې انګېرنه سمه نه وه:

" له جنسیت څخه د هغوی اخیستنه دا وه چې دا څانګه ښځې هڅوي چې د نارینه وو تابع نه شي، چې دا کار بیا له اسلامي اصولو سره په ټکر دی او بله دا چې افغان ښځې غربځپلې کوي."

که څه هم په امریکا او اروپا کې د جنډر او ښځو اړوند مطالعاتو برخې تر ډېره کم نارینه محصلان جذبوي، خو په کابل کې له دغې څانګې د فارغو شویو کسانو په ډله کې یې ۳۰ سلنه نارینه وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د سترې محکمې مخامخ د فرخندې د وژل کېدو په غبرګون کې لاریون

بدلون باید د ټولنې له منځه پیل شي

د لندن د سواس پوهنتون استاد کولت هریس وايي، په جنسیتي اړیکو کې تلپاتی بدلون باید د نارینه والی له مفهومه پیل شي او هغه ځانګړنې چې نارینه وو ته منسوب شوي، باید کمې کړل شي.

که څه هم هغه د ټولنې د منځ پر سمونونو ټینګار کوي، خو زیاتوي، په افغانستان کې به دا کار له ستونزو سره مل وي، ځکه په دغه ټولنه کې هغه سمبولونه چې نران تر ښځو پیاوړي ښيي، بنسټیز شوي دي.

هغه د بېلګې په ټوګه د پښتنو د پښتونولۍ دود یادوي او زیاتوي، داسې ښکاري چې پښتونولۍ کې به ژر بدلون را نه شي، خو دا کار بیا د نورو قومونو لپاره نسبتاً اسانه دی.

د ښاغلي هریس په خبره، د جنسیتي نابرابریو له منځه وړلو لپاره باید مبارزه د ملګرو ملتونو له دفتره پیل او تر بل هر کوچني ټولنیز جوړښته پورې ورسول شي.

د هغه په ټکو، دیني چارو مشران ښايي د جنسیت د برابرۍ پر وړاندې ستر خنډ جوړ شي.

اړونده مطالب

ورته مطالب