عطا محمد نور: والي يم او حکمونه مې د پلي کېدو وړ دي

بلخ د انځور حقوق FB
Image caption ښاغلي نور يو ځل بيا ټينگار وکړ چې د بلخ والي دى او ټول حکمونه يې پلي کېږي

د بلخ مستعفي والي ګواښنه کړې چې که د ده په لاسلیک د سیمه ییزو مامورینو معاشونه ورنه کړل شي او لاسلیک یې باطل شي د حیرتانو بندر عواید به چې سلګونو میلیونو افغانیو ته رسېږي د دغې موخې له پاره وکاروي.

عطا محمد نور دا ګوښنه په مزارشریف کې د غږېدو پر مهال د سیمه ییزو ارګانو د مشرتابه له دې څرګندونو وروسته کړې چې ویل یې د هغه په لاسلیک هېڅ سند اعتبار نه لري.

دافغانستان سيمه يیزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي هر هغه چارواکى چی له دندې لېرې او يا په خپله استعفا وکړي لاسلیک یی د باور وړ نه دى.

خو ښاغلي نور يو ځل بيا ټينگار وکړ چې د بلخ والي دى او ټول حکمونه يې پلي کېږي.

تر اوسه داسي اسناد نه دي په ډاگه شوي چې په بلخ ولایت کې دې کومې دولتي ادارې د دغه ولايت له د مستعفي والي له لوري لاسليک شوى کوم سنده نه وي منلى.

په همدې ترڅ کې د بلخ ولایت د سکټوري چارو رییس ذبیح الله اختري وایي چې په دې وروستیو کې د ولایت رسمي مکتوبونه مرستیال والي لاسلیکوي چې د مرکز په لارښوونه چارسمبال والي ګومارل شوی دی.

عطا محمد نور: له بلخه د تګ یا پاتې کېدو پرېکړه به جمعیت کوي

عطا محمد نور: حکومت کندهار ته د سفر اجازه را نه کړه

ملي امنیت د عطا محمد نور تورونه رد کړل

خو ښاغلي اختري وویل چې د کابل په مکتوب کې ورته دا نه دي ویل شوي چې د عطا محمد نور لاسلیک نه چلېږي.

ورته مطالب