د بلخ نوی والي مزار شریف ته ورسېد

محمد داوود

د بلخ لپاره نوی ټاکل شوی والي محمد داوود د پولیسو له یوه ځانګړي ټولګي سره یو ځای مزارشریف ښار ته رسېدلی، چې د خپل پلار په جنازه کې ګډون وکړي.

کابل کې ځینې حکومتي سرچینو ویلي، چې د جنازې له مراسیمو هاخوا ښاغلی داوود په مزارشریف ښار کې نورې بوختیاوې نه لري.

عطا محمد نور چې دی یې پر ځای ټاکل شوی له یوې میاشتې راهیسې د بلخ ولایت څوکۍ پرېښودو ته چمتو نه دی او له کابله یې غوښتنه کړې وه، چې ځای ناستی یې ور و نه لېږي.

د بلخ نوی ټاکل شوي والي محمد داوود د روانې میاشتې لومړیو کې د کابل وزیر اکبرخان مېنې یو مېلمستون کې راڅرګند شو او د مستعفي والي عطامحمد نور هغه تورونه یې رد کړل، چې ګواکې له دغه ځایه بلخ کې د ګډوډۍ رامنځته کولو لپاره وسله وال چمتو کېږي.

ملي امنیت د عطا محمد نور تورونه رد کړل

نور وايي، حکومت بلخ ته وسله وال لېږي

د افغانستان ملي امنیت ادارې یوه خبرپاڼه کې هغه مهال وویل، دغه مېلمستون د بلخ د نوي والي انجنیر داوود کاري دفتر دی او د خوندیتوب مسؤولیت یې د مهمو شخصیتونو 'رجال برجسته ' د ساتنې ریاست ته سپارل شوی دی.

ښاغلي داوود هغه مهال ویلي و، د خپلې دندې د پیلولو لپاره بلخ ته تګ ته چمتو دی.

له دې مخکې د لیندۍ پر ۲۷ د افغانستان ولسمشرۍ دفتر او محلي ارګانونو ادارې اعلان وکړ، چې افغان ولسمشر د ښاغلي نور استعفا منلې او محمد داوود یې د هغه پر ځای د بلخ والي ټاکلی دی.

ورته مطالب