د کابل پر انټرکانټیننټل هوټل د برید قربانیان ۱۹ ته لوړشول

افغان امنیتي ځواکونه د برید پر مهال د پېښې ځای ته رسېدلي دي د انځور حقوق Reuters
Image caption افغان امنیتي ځواکونه د برید پر مهال د پېښې ځای ته رسېدلي دي

د کابل د امنیې قومندان وايي، پر انټر کانټیننټل هوټل د وسله والو په برید کې ۱۹ کسان وژل شوي دي. د ټپیانو شمېر هم ۱۰ کسان دي چې څلور ولسي وګړي دي.

سالم احساس د بي بي سي محفوظ زبیدي ته ویلي چې په مړو کې ۱۴ کسان بهرنیان دي.

ویل کېږي د فراه ولایت د مخابراتو مشر، په پاکستان کې یو افغان ډيپلومات او د سولې د عالي شورا یو کارکوونکی د پېښې له قربانیانو دي.

د کام ایر هوايي کرښې هم په خبرپاڼه کې ویلي چې په وژل شویو او ټپیانو کې د دوی پیلوټان او کارکوونکي هم شته، او له همدې کبله د دوی یو شمېر الوتنې لغو شوي.

طالبانو له پېښې وروسته د برید مسولیت ومانه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت دغه برید د حقاني شبکې کار بولي چې وايي "پټنځایونه یې له هېواده بهر دي ".

افغان ځواکونه وايي، دوی توانېدلي ۱۶۰ کسان وژغوري چې پکې ۴۱ بهرنیان دي.

عیني شاهدان وايي په هوټل کې ایسارو خلکو د ځان ژغورنې هڅه کوله. په یوې خپره شوې ویډیو کې یو کس لیدل کېږي چې غواړي د یوه ټوکر په مرسته د هوټل له برنډې لاندې کښته شي، خو له هماغه ځایه لاندې لوېږي.

د وژل شویو کسانو شمېر چې تراوسه رسماً اعلان شوی
اوکرایني ۹
افغان ۴
ناڅرګند ۲
جرمني ۱
یوناني ۱
قزاقستاني ۱

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس برمک بي بي سي سره مرکه کې ویلي، پر انټرکانټیننټل هوټل بریدګرو سره "هرو مرو" دننه خوا څخه مرسته شوې. ده همدارنګه یوه شخصي شرکت ته د کابل انټرکانټیننټل هوټل امنیتي چارې سپارل، "یوه اشتباه وبلله."

دا په داسې حال کې دی چې د کورنیو چارو وزارت وايي، له دوو اونیو راهیسې د یاد هوټل د امنیت چارې یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوې وې. بریدګر د پخلنځي له لارې هوټل ته ننوتي ول.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوې خبرپاڼه کې دغه برید غندلی او پر "ترهګرو ډلو او ملاتړو یې د فشار راوړلو" په پار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او افغان دولت ترمنځ اجماع ته اشاره کړې ده.

اجراییه ریاست بیا د داسې بریدونو لامل د جګړې په لیکو کې د وسله والو مخالفینو پاتې راتلل بولي.

د انځور حقوق AFP

ویل کېږي، په هوټل کې مراسم روان و او د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي د مراسمو ګډونوالو ته تلفات نه دي اوښتي. له دې مخکې پر هوټلونو، رستورانونو یا د ګڼې ګوڼې پر کوم بل ځای د بریدونو استخباراتي رپوټونه تېرو دوو ورځو کې ورکړل شوي وو.

کابل کې پر هوټل برید په انځورونو کې

د کابل پر سرینا هوټل برید

یوې افغان امنیتي سرچینې اې ایف پي خبري اژانس ته وویل، څلور بریدګر د هوټل ودانۍ ته ننوتل او د هوټل پر 'مېلمنو یې ډزې وکړې. '

د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش له قوله ویل شوي، چې بریدګرو کې ځانمرګي هم ول.

د کورنیو چارو وزارت ویاند په خبره بریدګرو د هوټل پخلنځي ته اور ورته کړی و. په ورته مهال د ملي امنیت ادارې یوه چارواکي له قوله ویل شوي، چې د هوټل څلورم پوړ کې هم اورلګېدلی و.

د هوټل له دننه یوه میلمانه اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي:

''نه پوهېږم چې بریدګر په هوټل کې دننه دي او که نه، خو د لومړي پوړ له شاوخوا د ډزو غږونه راځي. ''

په ځينې رپوټونو کې ویل شوي، هوټل کې د برید پر مهال له ولایتونو د راغلیو چارواکو یوه غونډه کېده، چې د معلوماتي تکنالوژۍ په تړاو وه.

تر دې برید څو ورځې وړاندې په کابل کې د امریکا سفارت د ناامنۍ خبرتیا کې د پلازمېنې پر هوټلونو د احتمالي برید خبرداری ورکړی و.

Image caption انټر کانټیننټل د دولت ملکیتي هوټل دی، چې معمولاً پکې غونډې او نور مراسم تر سره کېږي

په هغې خبرپاڼه کې چې د امریکا سفارت پر پنجشنبه خپره کړې وه راغلي ول چې د اطلاعاتي سرچینو د معلوماتو پر بنسټ د دې احتمال شته چې په راتلونکو څو روځو کې بنسټپال د کابل پر هوټلونو برید وکړي. په دې خبرپاڼه کې د هوايي ډګر شاوخوا نړیوالو هوټلونو ته اشاره شوې وه.

انټر کانټیننټل د دولت ملکیتي هوټل دی، چې معمولاً پکې غونډې او نور مراسم تر سره کېږي او بهرني میلمانه هم د اوسېدو لپاره ورځي.

د ۲۰۱۱ کال په جون کې هم پر دغه هوټل ځانمرګي برید شوی و، چې د ۱۰ ملکي کسانو په ګډون ۲۱ کسان پکې وژل شوي وو.