امریکا څلور نورې بلک هاک چورلکې افغانستان ته ورسپارلې

د انځور حقوق RSM
Image caption څلور بلک هاک چورلکې د سپتمبر وروستیو کې افغانستان ته ورسېدې (ارشیف تصویر)

دا الوتکې د کندهار په هوایي ډګر کې د ناټو هوايي ځواکونوعمومي قومندان په حضور کې افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي چې له دې سره د د دغه ډول چورلکو شمېر اتو ته ورسېد.

ناټو ځواکونه وايي د دغو چورلکو ور کړي سره به د جګړې په ډګر کې د افغان امنيتي ځواکونو وړتیا نوره هم ډېره شي.

د بلک هاک الوتکو لومړۍ جوپه کابو څلور میاشتې مخکې د افغانستان سوېلي ولایت کندهار په هوايي ډګر کې د افغان ولسمشر محمد اشرف او په افغانستان کې د ناټو ځواکونوعمومي قومندان جنرال جان نېکلسن په حضور کې افغان امنيتي ځواکونو ته ورسپارل شوي وې.

د افغانستان د هوايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال محمد شعیب د الوتکو د ورسپارلو په مراسمو کې وویل" له دې چورلکو په عملیاتي اکمالاتو کې کار اخیستل کېږي."

همدا ډول ناټو په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان او سویلي آسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ په رڼا کې به ١٣٠ "جي" ډوله الوتکې، چې ډېرې پياوړې دي، په پوځي عملیاتو کې وکارول شي.

په افغانستان کې د ناټو هوايي ځواکونو قومندان جنرال جیمز بېکر وايي، د دغو الوتکو په ورکولو سره به د جګړې په ډګر د افغان هوايي ځواکونو قوت کې پام وړ ډېروالی راشي، او په راتلونکې کې به نور دا ډول الوتکې هم ترلاسه کړي.

نورې بلک هاک چورلکې هم افغانستان ته ورسېدې

افغانستان ته رسېدونکي نوي امريکايي ځواکونه او الوتکې ښايي د جگړې انډول بدل کړي

"مونږ به ټولټال ۱۵۹ دا ډول الوتکي تر لاسه کړو، دا د پام وړ شمېر دی او دا به د افغان هوایي ځواکونو وړتیا د اوس په پرتله نوره هم زیاته کړي."

د افغانستان دفاع وزارت وايي اوس افغان امنیتي ځواکونه ټول په امریکايي وسلو، ټانکونو او الوتکو سمبال دي.

په افغانستان کې د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا سیګار د راپور پر بنسټ اوس افغان امنیتي ځواکونه نژدې سل چورلکې لري چې دا الوتکې د څو کالو په اوږدو کې د امریکا له خوا له افغانستان سره مرسته شوې ده.