هاګ محکمه: یوه ورځ به له طالبانو بریدونو کې د طبي وسایلو کارولو پوښتنه وشي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د نړیوالې جرمي محکمې قاضي کاوه موسوي بي بي سي ته وویل، که یوه ورځ په افغانستان کې د جنګي جرمونو پلټنه پیل شي نو طالبان به د نورو مسلو ترڅنګ، د جنګي موخو له پاره "د هغو وسایلو په کارولو چې د جګړې له پاره نه دي، هرومرو د عدالت مخې ته درول کېږي".

په هاګ کې د قضاوت د نړیوالې جرمي محکمې یوه قاضي پر شنبه په کابل کې د امبولانس په کارولو د ولسي وګړو وژنه "یو کرغېړن جنایت" وباله.

د نړیوالې جرمي محکمې قاضي کاوه موسوي بي بي سي ته وویل، که یوه ورځ په افغانستان کې د جنګي جرمونو پلټنه پیل شي نو طالبان به د نورو مسلو ترڅنګ، د جنګي موخو له پاره "د هغو وسایلو په کارولو چې د جګړې له پاره نه دي، هرومرو د عدالت مخې ته درول کېږي".

وړمه ورځ د کابل صدارت څلورلارې کې د امبولانسونو په کارولو ترسره شوي ځانمرګي برید کې ترسلو ډېر کسان مړه او نژدې دوه نیم سوه کسان ټپیان شول.

طالبانو د برید نښه هغه پولیس او پوځیان بللي چې د ډوډۍ اخیستلو له پاره ټول شوي ول، خو په مړو او ټپیانو کې ډېری ولسي وګړي دي چې څېرمه ادارو او جمهوریت روغتون ته پر لاره ول.

ښاغلي موسوي وویل چې په تېره یوه نیمه پېړۍ کې بېلابېلو نړیوالو تړونو، د جګړه ییزو موخو له پاره د روغتیایي وسایلو کارول په کلکه بند کړي دي.

د هاګ د محکمې دغه قاضي زیاته کړه: "له ۱۸۶۴ یعني له څه باندې یونیم سل کلونو راپدېخوا په جګړه کې د هر ډول طبي وسایلو ناوړه کارونه د نړیوال قانون له مخې په مطلق ډول بنده ده.

د نولسمې پېړۍ په پای کې د هاګ په کانونسیون دا په څرګند ډول منع اعلان شول. د ژنیو په نړیوال ټرون کې هم له طبي امکاناتو ناسمه ګټه پورته کول بلکل منع دي."

کابل د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هاګ نړیواله جرمي محکمه

تر دې وړاندې طالبانو او اسلامي دولت نومې ډلې داعش د افغانستان د امنیتي ځواکونو د یونیفورم په اغوستلو ځانونه هدف ته رسولي. خو د امبولانس ناسمه کارونه کمسارې ده.

د کابل روغتونو ډاکترانو اندېښنه څرګنده کړې چې له د دومره ډېرو ټپیانو و درملنې لپاره کافي امکانات نشته. تر ټولو ډېر فشار پر ایمرجنسي روغتون دی چې ګڼ ملکي ټپيان وروړل شوي او وره ته یې د ټپیانو کورنۍ ولاړې دي.

ښاغلی موسوي وايي:" طالبانو چې کوم کرغېړن کار کړی هېڅ شک نشته چې دا په نړیوال قانون کې منع دی، او دا چې دا یو جنګي جنایت دی، یوه ورځ به له سختو مجازاتو سره مخامخېږي."

کورني او نړیوال غبرګونونه

په افغانستان او نړۍ کې ګڼو دیني عالمانو او خلکو دغه برید غندلی او د ټولو ارزښتونو پر ضد یې بللی دی.

ولسمشر اشرف غني ددغه برید د غندنې په ترڅ کې ټینګار کړی چې بریدګر به بري ته پرېنږدي. اجراییه مشر عبدالله د هغه چا په وړاندې د یو موټی کېدو غږ وکړ چې ده د افغانستان غلیمان وبلل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی موسوي وايي:"طالبانو چې کوم کرغېړن کار کړی هېڅ شک نشته چې دا په نړیوال قانون کې منع دی."

په کابل کې د امریکا سفارت دا برید غندلی او د المان سفارت د تاوتریخوالي د بندېدو غوښتنه کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې دښمن به یې هېڅکله د جګړې ګټلو ته نه پرېږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن بیا ویلي د هغو کسانو پر وړاندې یې زغم ختم شوی چې د ترهګرو ډلو ملاټړي دي او خوندي پټنځایونه یې ورکړي دي.

د ملگرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونيو گوتېريس ويلي، د ولسي خلکو په وړاندې بي توپيره بريدونه له بشري حقونو او بشري قوانيونو نه جدي سرغړونه ده.

د کتالیکانو پاپ فرانسیس هم د کابل برید غندلی او ترهګرو له خوا یې ډلیزه وژنه ګڼلې.

بېګا شپه بیا، په فرانسه کې د ایفل برج څراغونه د کابل برید قربانیانو په یاد او هغو ته په درناوي مړه شوي وو.