د بي بي سي څېړنه: طالبان د افغانستان ۷۰ سلنه خاوره ګواښي

د بي بي سي یوې څېړنې موندلې هغه طالبان چې د امریکا په مشرۍ ځواکونو میلیارډونو ډالر دوی ته د ماتې ورکولو په هڅې ولګول، اوس په څرګنده د افغانستان په ۷۰سلنه خاوره کې فعال دي.

په ټول افغانستان کې څو میاشتنۍ مطالعې ښودلې چې په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیانو جنګي ځواکونو تر وتلو وروسته، څنګه د طالبانو تر ګواښ او ولکې لاندې سیمې پراخې شوې دي؟

بل لور ته د افغانستان ملي دفاع وزارت یوې اعلامیې د بي بي سي دا څېړنه یو تیلیفوني راپور بللی دی او وايي، د ۱۱ ولسوالیو له مرکزونو پرته نورې سیمې د اعلامېې په ټکو د ښمنانو لاس کې نه دي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د افغانستان پر خاوره د طالبانو او اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) د حاکمیت د کچې رپوټونه او بیا د ټیلیفون له لارې د هغوی تاییدول کېدای شي 'له واقعیته ډېر لري بدلیدونکي او متزلزل وي. '

دفاع وزارت وايي، 'بېلا بېلو ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو ورځني بریاوې کولای شي د دغو شمېرو او محاسباتو تغیر او تبدیل کې مهم رول ولري. '

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، ښايي ځینو سیمو کې ګواښونه وي، خو 'دغو سیمو کې د افغانستان دښمنان هېڅ واک او کنترول نه لري '

دفاع وزارت وايي:

''متزلزل محاسبات هېڅکله د شته واقعیتونو څرګندونه نه شي کولای. د افغانستان دښمنان له تشو تبلیغاتو پرته د افغانستان پر خاوره هېڅ حاکمیت نه لري. ''

د طالبانو او اسلامي دولت نومې ډلې داعش له خوا ادعا شویو وروستیو بریدونو په کابل او نورو سیمو کې ګڼ شمېر خلک ووژل.

په ځواب کې افغان چارواکو او د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې له طالبانو سره هېڅ ډول خبرې نه کوي.

تېرکال ښاغلي ټرمپ اعلان وکړ چې امریکايي پوځیان به په افغانستان کې د نامعلومې مودې لپاره پاتې شي.

څېړنه څنګه ترسره شوې؟

د بي بي سي څېړنه چې د ۲۰۱۷ کال په پای کې ترسره شوې، د اګست میاشت له ۲۳ د سپټمبر تر ۲۱ د افغانستان په هرې ولسوالۍ کې د امنیتي وضعیت کمساری ځغلنده انځور وړاندې کوي.

نقشه

په ټول افغانستان کې د بي بي سي خبریالانو د هېواد په ټولو ۳۹۹ ولسوالیو کې، تر ۱۲۰۰ ډېرو سیمه ییزو سرچینو سره خبرې کړي، چې په دغې مودې کې د ټولو اورپکو بریدونو هراړخیز جاج واخلي.

دغه خبرې مرکې یا مخامخ او یا هم د مبایل پر لیکه ترسره شوي او ټول معلومات لږترلږه له دوو او کله خو ان له شپږو نورو سرچینو سره تایید شوي. په ځینو حالاتو کې د بي بي سي خبریالان ان د موټرونو اډو ته تللي چې له هغو خلکو سره د خبرو سپیناوی وکړي او په اوضاع او احوال ځان پوه کړي، چې له لېرې پرتو او په سختۍ ور رسېدونکو ولسوالیو راځي.

پایلې ښيي چې ۱۵ میلیونه خلک چې د ټول نفوس نیمايي جوړوي، یا په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي یا دا چې طالبان پکې په ښکاره ګرځي او په منظم ډول بریدونه ترسره کوي.

افغانستان

له ورایه لیدل کېږي چې څومره یې تر خپل واک لاندې له اصلي جنوبي سیمو د هېواد ختیځ، لوېدیځ او شمالي برخو ته غځېدلي. هغو سیمو کې چې له ۲۰۱۴ کال راپدېخوا د طالبانو لاس ته لوېدلي د هلمند ولایت سنګین، موساکلا او نادعلي ولسوالۍ هم راځي.

دغو سیمو کې وروسته له ۲۰۰۱ کال چې د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو طالبان له واکه لېرې کړل، د دې لپاره چې د دولت تر ولکې لاندې یې راولي بهرنیو ځواکونو پکې جګړه وکړه او مرګ ژوبله ور واوښته.

د شینډنډ په لوېدیځې ولسوالۍ کې چې هره اوونۍ پکې بریدونه کېږي، د سردار په نامه یو کس وویل:"کله چې له کوره وځم، ډاډه نه یم چې ژوندی به بېرته ستون شم که نه. چاودنې، ترهه او طالبان زموږ د ژوند ورځنۍ برخه ګرځېدلې".

د بي بي سي څېړنه دا هم ښیي سره له دې چې اسلامي دولت نومې ډله تر طالبانو ډېره کمزورې ده، خو تر هر بل وخت په افغانستان کې فعاله ده.

طالبان څومره سیمه تر ولکې لاندې لري؟

وروسته له هغه چې بهرني ځواکونه ووتل او امنیتي مسولیتونه یې افغان ځواکونو ته وسپارل، په افغانستان کې پر روان کړکېچ د دقیقو او اعتبار وړ معلوماتو راټول ورځ تر بلې ګرانېږي.

د طالبانو د ځواک پخوانیو ارزونو کې د معلوماتو د راټولولو لپاره تل د هېواد هرې ولسوالۍ ته لاسرسی نه و، او له امله یې کېدی شي واقعي وضعیت نه وي انځور شوی.

د بي بي سي څېړنه ښيي چې اوسمهال طالبان د ۱۴ ولسوالیو بشپړ واک په لاس کې لري (چې د هېواد ۴سلنه کېږي) او په نورو ۲۶۳ ولسوالیو (۶۶سلنه) کې فعال او څرګند فزیکي شتون لري، چې د طالبانو د ځواک د پخوانیو اټکلونو پرتله لوړ دی.

په هغو سیمو کې چې وویل شول طالبان پکې فعال او ښکاره شتون لري، اورپکي د افغان دولت پر ځایونو پرلپسې بریدونه ترسره کوي. په دې کې پر پوځي اډو لوی منظم ډله ییز بریدونه او پر پوځي کاروانونو او د پولیسو پوستو خپاره انفرادي بریدونه راځي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د طالبانو تر واک لاندې ژوند
Sign on the police headquarters in Sangin
Image caption په سنګین کې د پولیسو مرکز کې اوس هم د هغه برتانیوي کنډک لوحه شته چې هلته مېشته وه.

هغه بریدونه چې د څېړنې د ترسره کولو پر مهال ثبت شوي په بېلابېلو زماني وقفو کې واقع شوي، په درې اوونیو کې له یوه ځله نیولې (د طالبانو لږ شتون سیمه کې) تر په اوونۍ دوه ځلې (د طالبانو لوړ شتون سیمه کې).

د څېړنو د ترسره کولو په پار، پر دې بنسټ ولسوالۍ د دولت تر ولکې لاندې او یا د دولت له خوا نیول شوې بللې شوي، چې له کابله ټاکل شوی موجود ولسوال، د امنیې قومندان او محکمه لري.

امرالدین چې یو سیمه ییز ټرانسپورټي شرکت لري، د شمالي بدخشان ولایت بهارک ولسوالۍ کې لومړۍ کرښې ته نژدې ژوند کوي، چې بي بي سي هلته پر تاوتریخوالي پام ساتلی و او ویلی شو چې د طالبانو منځنی شتون پکې دی.

دی وايي:"موږ له دوامدار ډار سره ژوند کوو. کله چې دولت له طالبانو سره جګړه پیلوي، موږ د ډزو په منځ کې ایسار پاتې کېږو او ژوند مو درېږي. اوسمهال کراري ده خو طالبان لا اوس هم دلته شته."

د طالبانو تر ولکې لاندې سنګین ولسوالۍ کې، د اتو ماشومانو پلار محمد رضا د اورپکو تر ولکې لاندې ژوند په دې "ښه"بولي چې وايي سوله وه. دی وايي:"کله چې دولت ي ځواکونه راورسېدل تاوتریخوالی پیل شو."

د څېړنې د ترسره کولو په موده کې، بي بي سي وموندله چې په ۱۲۲ ولسوالیو (د هېواد تر ۳۰سلنې لږ لوړ) کې د طالبانو روښانه شتون نه و. دغه سیمې د دولت تر ولکې لاندې ګڼل شوي، خو په دې معنا نه ده چې له تاوتریخوالي خوندي دي.

د بېلګې په توګه د څېړنې پر مهال، له هغه وړاندې او وروسته پر کابل او عمده ښارونو له څېرمه سیمو او دننه کړیو له خوا لوی بریدونه وشول.

د کابل ولایت د یوې شمالي ولسوالۍ ښوونکې ماه ګل وايي:"خلک پرته له دې چې یا خپل کورونه، کروندې او باغونه پرېږدي، او یا د طالبانو تر واک لاندې ژوند وکړي، بله چاره نه لري."

Afghan municipality workers at the scene of a suicide bomb attack in Kabul, Afghanistan, 27 January 2018. د انځور حقوق EPA

دې وویل کورنۍ یې په اکتوبر میاشت کې له خپل کلي ووتله او د دولت لاندې د ولسوالۍ مرکز ته یې پناه یوړه، خو ورور یې دوه درې ورځې وروسته په ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د پلازمېنې لوېدیځ ته د پنځو ماشومانو مور جمیله وايي:"تېره میاشت د طالبانو دوه راکټونه زموږ د کلا شا کې ولګېدل. موږ د ولسوالۍ پولیسو قومندانۍ له ودانۍ یو څو سوه متره لېرې ژوند کوو. دا ځای خوندي نه دی."

د څېړنو پر مهال په هېواد کې د طالبانو له خوا د مالیې د اخیستلو څرنګوالی هم واضح شوی. په هغو ولسوالیو کې چې څرګند شتون لري، اورپکي بزګران، سیمه ییز سوداګر او ان سوداګریز کاروانونه اړ باسي، چې دوی ته مالیه ورکړي، خو د بنسټیزو خدمتونو لکه ښوونځي او روغتون لګښت پر دولت وراچوي.

د یوې سویلي ولسوالۍ ولسوال وویل: "دوی له خلکو د هغې برېښنا لګښت اخلي چې دولت ورکړې."

د بي بي سي څېړنه کابل مېشتې د افغانستان شنونکو شبکې له نظره تېر کړی، چې له ۲۰۰۹ کاله راهیسي پر افغانستان رپوټونه خپروي. مرستیال مشرې یې کېټ کلارک وویل:"پر افغان جګړې داسې یو ښه څېړل شوی تحقیق کمساری دی او هرکلی یې کوو. دغه موندنې هیښوونکې دي خو له بده مرغه حیرانوونکې نه دي- د کړکېچ د کچې د یوې کره نقشې حقیقت وړاندې کوي. خو چې پوه شې پر نقشه هر نارنجي رنګ د ژوند پر له لاسه ورکولو او زیان لیدلو دلالت کوي، ځوروونکی دی."

line

طالبان څوک دي؟

File photo of Taliban fighters in Afghanistan in November 2009
  • د طالبانو سخت دریځه تحریک۱۹۹۶ کال کې په افغانستان کې له کورنۍ جګړې وروسته چې تر هغه وړاندې د شوروي اتحاد له پوځ سره جګړه پای ته ورسېده، واک ته ورسېد. پنځه کاله وروسته د امریکا په مشرۍ له اشغال سره له واکه لېرې کړای شول.
  • کله چې په واک کې ول، د شریعت سخت دریځه قانون یې په عام محضر کې د اعدام او لاس پرې کولو په ګډون پلی کاوه او ښځې یې له عامه ځایونو منع کړې وې.
  • نارینه باید ږيرې پرېيښې وای او ښځو باید سر تر پښو برقه پر سر کولای. ټلویزیون، موسیقي او سینما منع وه.
  • دوی د القاعده مشر ته وړاندې او وروسته له لېرې کېدو پناه ورکړې وه. له واکه تر لېرې کېدو راوروسته جنګېږي او وینلړلې اورپکۍ ته یې مخه کړې.
  • په ۲۰۱۶ کال کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله تر هر بل وخت لوړه شوه، چې ملګرو ملتونو یې اصلي پړه پر طالبانو واچوله.
line

په ښارونو کې د تاوتریخوالي ډېروالی څومره دی؟

درې کاله وړاندې چې نړیوال جګړه ییز ځواک له افغانستانه ووت تاوتریخوالي زور واخیست.

د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ، د ۲۰۱۷ کال د څلورو ربعې دریو کې تر ۸۵۰۰ ډېر ملکیان مړه او ټپیان شول. د ټول کال وروستۍ شمېرې نه دي خپرې شوي. د افغانانو لویه برخه د اورپکۍ په تاوتریخوالي کې مري، خو ډېری مهال ملکیانو ته د امریکا په ملاتړ، د پوځ په ځمکنۍ او هوايي جګړه کې هم زیان رسېږي. سره له دې چې د زورزیاتیو پر ډېرې برخې رپوټونه نه خپرېږي او په لویو ښارونو کې بریدونه معمولاً سرلیک جوړوونکي وي. داسې بریدونه ډېری مهال یو پر بل پسې ترسره کېږي او داسې ښکاري چې افغان امنیتي ځواکونه یې مخه نه شي نیولی. د څېړنې په موده کې، وسله والو په کابل کې د شمشاد ټلویزیون پر ودانۍ برید وکړ، چې یو کارکوونکی یې وواژه او ۲۰ نور یې ټپیان کړل. داعش ډلې د برید مسولیت ومانه. نور بریدونه هم په کابل، هرات او جلال اباد کې ترسره شول.

د جنورۍ په وروستیو ۱۰ ورځو کې، د پلازمېنې وضعیت دریو بریدونو خراب کړ، چې تر ۱۳۰ ډېر کسان یې ووژل. تېر مۍ میاشت کې کابل له ۲۰۰۱ کال راهیسې تر ټولو وژونکی اورپکی برید تجربه کړ.

An Afghan security force member stands at the site of a car bomb attack in Kabul on May 31, 2017. د انځور حقوق AFP

وروسته له هغه لږترلږه ۱۵۰ کسان ووژل شول او تر ۳۰۰ ډېر کسان ټپیان شول، چې د ښار په هغه سیمه کې چې تر ټولو خوندي بلل کېده، لارۍ بم ځانمرګی برید ترسره شو. هېڅ ډلې یې مسولیت پرغاړه وانه خیست.

د تاوتریخوالي مخ په ډېرېدونکي حالت د پلازمېنې وګړو ته زیان منونکی احساس ورکړی دی.


نن به کور ته بېرته ژوندی ورسېږم؟

کریم حیدري، بي بي سي، کابل

دا اوونۍ مې سم خوب نه دی کړی. هر ځل چې زموږ ښار خواشیني وځپي دا راپېښېږي. اووه کلن ماشوم مې د خوب کوټې ته راننوځي چې را په زړه کړي د زوکړې ورځ یې ده، او راته وايي:"پلاره، زوړ ښکارې." لکه زما چې له یاده وتلې وې. زه ورته خاندم او راپورته کېږم.

کله چې له کوره وځم، مکس کوم او په څټ ګورم چې کورنۍ مې سهار ناری کوي. ایا نن به کورته بېرته ژوندی ستون شم؟ ایا دا به وروستی ځل وي چې دوی وینم؟ اوس په کابل کې موږ ټول همداسې فکر کوو.

زما د بي بي سي همکاران د باندې موټر ته منتظر وي. موږ د تر ټولو وروستي برید په اړه معلومات شریکوو. په دوی کې یوه چې د دوو کوچنیو ماشومانو مور ده په ژړا پیل کوي او وايي: "کله نا کله وایم کاشکې مې ځان الوځولی شوای چې دې ټولو ته مې د پای ټکی ایښی وای، خو نه غواړم چې بل چا ته زیان ورسوم."

ما ورته وویل، که غواړې موږ دې ډاکتر ته بیولی شو، کېدی شي ګټه درته وکړي. خو نه یې اوري. موټرچلوونکی راډیو لګوي چې که وکړی شي وضعیت بدل کړي. یوه مسته سندره له بې معنا شعر سره راځي. فقط کابل کې یوه بله ورځ ده په. فقط یوه بله ورځ چې هیله کوو موږ ټول ژوندي پاتې شو.


اسلامي دولت نومې ډله څومره ځواکمنه ده؟

په داسې حال کې چې اسلامي دولت نومې ډله ښيي چې د کابل په شان ځایونو کې هم هدفونه ویشتلی شي، دوی اکثراً نسبتاً کوچنۍ سیمه کې د افغانستان په ختیځ کې پاکستان سره پر پوله د ننګرهار په ولایت کې غونډ دي.

نقشه

د څېړنې دترسره کولو پر مهال لږترلږه ۵۰ کسان په ولایتي پلازمېنه جلال اباد کې ووژل شول. ځینې قربانیان په ډزو وویشتل شول او ځینې بیا والوځول شول. د دریو سرونه غوڅ شول، چې د اسلامي دولت نومې ډلې د وژنې یوه نښه ده.

د مشرقیوال په نامه یوه سوداګر وویل:"زما تره په خپله دروازه کې ووژل شو. هغه په ښار کې امنیتي چارواکی و. زه اړ شوم جلال اباد پرېږدم. زما کور اوس هم همالته دی خو پکې ژوند کول او په عام محضر کې ګرځېدل خطرناک دي."

سیمه ییزو خلکو او چارواکو بي بي سي ته ویلي چې داعش ډله اوسمهال په ۳۰ ولسوالیو کې شتون لري، نه یوازې په ختیځ کې بلکې د افغانستان په شمال کې په خان اباد او کوهستاناتو کې هم شته.

دغه ډله له دواړو، افغان ځواکونو او طالبانو سره پر سیمو د ولکې ترلاسه کولو لپاره جنګېږي.

په ۲۰۱۷ کال کې دغې ډلې پورې د تړلو بریدونه شمېر لوړ شو، چې ډېری ښاري سیمې او په تېره بیا فرقه یې بریدونو کې یې شیعه ګان هدف وګرځول چې د افغانستان په ۴۰ کړکېچ کې کله هم داسې نه ول شوي.

اوسمهال اسلامي دولت نومې ډله د یوې ولسوالۍ بشپړ کنټرول هم په لاس کې نه لري. که څه هم دغې ډلې د شمالي درزاب ولسوالۍ ځینې برخې تر ولکې لاندې راوستي، چې په سلګونو کسان یې له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي.

څومره سیمه د دولت په وینا د دولت په لاس کې ده؟

کله چې د بي بي سي څېړنه وړاندې شوه، د ولسمشر محمداشرف غني ویاند، شاه حسین مرتضوي وویل:"په ځینو ولسوالیو کې ښايي سیمې کله د یوه کله د بل په لاس کې وي. خو که تاسې د سږ کال اوضاع ته وګورئ، د طالبانو او داعش فعالیتونه تر ډېره بریده مهار شوي. افغان امنیتي ځواکونو په کلیو کې جګړه ګټلې ده. نور نو اورپکي نه شي کولی د ولایت، یوې مهمې ولسوالۍ او لویې لارې ولکه ترلاسه کړي. هېڅ شک نشته چې د جګړې بڼه یې بدله کړې او پر کابل بریدونه ترسره کوي، پر جوماتونو او بازارونو بریدونه کوي."

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه: "زه فکر کوم د بي بي سي پر رپوټ هغو خلکو سره خبرو اترو اغېز کړی چې کېدای شي په یوه ورځ کې په یوه ساعت کې یې کوم ډول پېښه تجربه کړې وي. خو په ولسوالیو کې د سیمه ییزو ادارو له خوا فعالیتونه او برابر شوي خدمات ښيي چې دولت پر غوڅ اکثرو ولسوالیو کنټرول لري، پرته له یو څو چې هلته طالبان دي."

خو د دې له منلو سره چې امنیتي وضعیت څومره خراب شوی، تېرکال ولسمشر ټرمپ موافقه وکړه چې ۳۰۰۰ نور امریکايي سرتېري به افغانستان ته واستوي، چې د سرتېرو ټولټال شمېر به یې ۱۴۰۰۰ ته لوړ شي.

د اورپکو لاس ته راوړنې او پر سیمو واکمني لانجمنه مسله ده.

Children in Helmand
Image caption هلمند کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پراته ماشومان نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د بي بي سي د څېړنې د خپرېدو پر شپه، د امریکا پوځ له دې انکار وکړ چې ګواکې هڅه یې کړې د څار دولتي اداره پرېنږدي د افغانستان د هغو سیمو اندازه وایي چې د طالبانو تر ولکې لاندې ده.

په خپل وروستي رپوټ کې، افغانستان کې د بیا رغاونې څار امریکايي مرکز 'سیګار ' ویلي، دې کار خواشیني کړي.

هممهاله، داسې لرلید نشته چې کړکېچ دې پای ته ورسېږي او د افغانانو یو نوی نسل د تاوتریخوالي په سیوري کې ژوند کوي.

په کابل کې قالین پلورونکی پهلوان چې ۱۳ ماشومان لري وايي:"زما ماشومان له کوره د باندې خوندي نه دي نو ځکه یې وتلو ته نه پرېږدم. دوی په یوه حساب په کور کې بندیان دي. دوی ته مې په خپل ګودام کې ښوونځی جوړ کړی. د دوی نړۍ دیوالونه او فرشونه دي. که څه هم موږ په کابل کې یو، خو داسې ده لکه په ځنګله کې چې یې رالویوم."

ځینې نومونه د هویت د پټ ساتلو لپاره بدل شوي.

ورته مطالب