د لوړ ولور خلاف قومي تړون

د غزني ښار ته څېرمه روضې کلي یوې ځايي شورا اوس وايي، د لوړ ولور او بې ځایه لګښتونو ستونزې هواري لپاره یې اقدام کړی دی. د انځور حقوق Getty Images
Image caption د غزني ښار ته څېرمه روضې کلي یوې ځايي شورا اوس وايي، د لوړ ولور او بې ځایه لګښتونو ستونزې هواري لپاره یې اقدام کړی دی.

غزني کې د ځوانانو چارو مدیریت وايي، یوازې د دغه ولایت نژدې ۲۰۰ زره زلمیان د اقتصادي ستونزو له کبله او په ځانګړې توګه د ولور ګټلو لپاره له هېواده بهر مزدورۍ کوي.

د غزني ځوانانو چارو مدیر عبدالاحد مرجانخېل د بي بي سي خبریال اسدالله جلالزي ته وویل:

''ولور یوه ټولنیزه ستونزه ده او زموږ د ولایت لسګونه زره ځوانان په ځانګړې توګه د ولور پېسو ټولولو لپاره د مساپرۍ شپې ورځې تېروي. ''

د غزني ښار ته څېرمه روضې کلي یوې ځايي شورا اوس وايي، د لوړ ولور ستونزې هواري لپاره یې اقدام کړی دی.

د دغه کلي اوسېدونکی مولوي پیدا ګل وايي له هغه راهیسې چې د ځايي مخورو او دیني عالمانو شورا د لوړ ولور اخیستل منع کړي، د ودونو شمېر ډېر شوی دی:

''زموږ د شورا له پرېکړې راهیسې اوس د ۲۰۰ او ۲۵۰ زرو تر منځ ولورو اخیستل کېږي او له همدې کبله زموږ د احصایې له مخې تېره یوه میاشت کې له دوه نیم سوو تر ۲۸۰ ودونه شوي دي. ''

د سیمې یو بل مشر عبدالمنان وايي، له کلیوالو یې لیکلې ژمنې اخیستې چې ودونو کې به لوړ لګښتونه نه کوي، ولور به له ټاکلي حده ډېر نه اخلي او د شورا ټولې پرېکړې به عملي کوي.

د انځور حقوق Getty Images

د غزني تر څنګ دا وروستیو کې د ګاونډي ولایت پکتیکا په ځینې ولسوالیو کې هم د لوړو ولورونو او ودونو کې د بې ځایه لګښتونو خلاف د قومي شوراګانو او دیني عالمانو له لوري اقدامات شوي دي.

"غلي شئ نښه ویشتونکې انا به خبره شي"

خوست کې د ولور لږولو لپاره د قومي مشرانو پرېکړه

ولور که د ناوې بیه؟

د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو رییس غلام رحمان همدرد وايي، د ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې په دې اړه قومي تړونونه شوي دي:

''زموږ یوازې یو کلی زمري کوټ کې چې درې نیم زره کوره دی، له تړون مخکې په یوه کال کې ۳۰ ودونه شوي وو، خو له تړونه وروسته ۳۰۰ ودونه شوي دي. ''

د ټولنیزو چارو کارپوهان وايي، د افغانستان په څېر دودیزو ټولنو کې د ولورونو یا ودونو کې د بې ځایه لګښتونو مخنیوی د قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو کسانو د ګډو هڅو له لارې اغېزمن ثابیتدای شي.

اړونده مطالب