چین: طالبان مو تل خبرو ته هڅولي دي

ښاغلی یاو جینګ زیاتوي، د دوی په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره اړیکي شته
Image caption ښاغلی یاو جینګ زیاتوي، د دوی په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره اړیکي شته

په پاکستان کې د چین سفیر یاو جینګ وايي، چین پر افغان طالبانو نفوذ نه لري، خو په وینا یې اړیکي یې ورسره شته او په دې اړیکو کې يې تل له افغان دولت سره د خبرو لپاره هڅولي دي.

ښاغلي جینګ دا خبري له بي بي سي سره په یوې ځانګړې مرکه کې کړې دي.

ښاغلی یاو جینګ زیاتوي، دوی په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره اړیکي لري او تل یې هغوی ته له افغان دولت سره د روغې، جوړې ویلي، خو په خبره یې دومره نفوذ يې پرې نه شته، چې هغوی د روغې جوړې خبرو ته اړ کړي.

د چین سفیر وايي، په کابل کې د ترهګرۍ اوسنیو پېښو دردولی او زیاتوي، 'ترهګري یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د پاکستان او ټولې سیمې لپاره لوی خطر دی، ځکه يې باید پر ضد ټول سره یو موټی شي. '

ښاغلي جینګ د دې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا خو په افغانستان کې د ترهګرۍ تر شا پاکستان تورنوي، وویل، 'دغه ډول څرګندونو او نظر سره موږ ترهګري نه شو ځپلی. '

ښاغلي یاو جینګ وویل، 'چین د افغانستان او پاکستان دواړو څنګلوری او ملګری هېواد دی او د دواړو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لپاره هلې ځلې کوي، خو د ده په خبره د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي هله ښه کېدلی شي، چې خپله دواړه ګاونډي هېوادونه خپل منځي اړیکي ښې کړي. '

پاکستان کې د چین سفیر له بي بي سي سره مرکه کې زیاته کړه، چین په افغانستان کې د پخلاینې او روغې جوړې لپاره مرسته کولی شي، خو وايي، مهم رول ځکه نه شي لوبولی، چې دوی خپله دومره توان نه لري.

د سفیر په خبره 'په افغانستان کې د روغې جوړې لپاره باید سیمه ییز او نړیوال ټول لاس سره ورکړي. '

"چین په افغانستان کې د امریکا حضور نه غواړي"

د طالبانو پلاوي ' چین ته سفر کړی'

ښاغلي جینګ د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز په تړاو وویل، دغه لار به نه یوازې تر افغانستان پورې رسېږي، بلکې ورسره به د سیمې نورو هېوادونو ته هم وغځول شي.

که څه هم په پاکستان کې ځينې سیاستوال په دې نظر دي، چې تر هغه پورې چې په افغانستان او پاکستان کې امنیت ښه شوی نه وي، نه هم چین او نه هم پاکستان له دغه دهلیز څخه ګټه ترلاسه کولی شي، خو په پاکستان کې د چین سفیر وايي، په پاکستان کې امنیت تر پخوا ښه شوی او هیله من دی، چې پاتې څه نا څه ګډوډۍ به هم پای ته ورسېږي.

د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهلیز چې د بلوچستان له ګوادر بندر څخه د چین کاشغر پورې غځېږي، په بلوچستان ایالت کې يې بلوڅ بېلتون پالي مخالفت کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهلیز چې د بلوچستان له ګوادر بندر څخه د چین کاشغر پورې غځېږي، په بلوچستان ایالت کې يې بلوڅ بېلتون پالي مخالفت کوي.

دغو بېلتون پالو بیا بیا چین ته اخطارونه ورکړي، چې له دغې پروژې لاس واخلي، خو د چین سفیر وايي، بلوڅ بېلتون پالي نه هم پاکستان او نه هم چین ته سرخوږی جوړولی شي.

یادې پروژې ته په پام سره ښاغلي جینګ وویل، په پاکستان کې اوس مهال شاوخوا ۱۰زره چينايان د دغې پروژې په بېلا بېلو برخو کې کار کوي، خو ورسره ۶۰ زره پاکستانيان هم په روزګار بوخت دي.