د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې په ځنډ کېږي

د انځور حقوق IECA
Image caption سید حفیظ هاشمي وايي ژر به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره داسې نېټه اعلان کړي، چې بیا بدله نه شي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون وایي، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په ټاکل شوي وخت نه ترسره کېږي.

د دغه کمیسیون غړي سید حفیظ هاشمي بي بي سي ته وویل، ژر به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره داسې نېټه اعلان کړي، چې بیا بدله نه شي.

د یادو ټاکنو ترسره کېدو لپاره څه موده وړاندې نېټه اعلان شوه او ټاکل شوې وه چې دغه ټاکنې به د راتلوتکي لمریز کال په اوړي کې ترسره شي.

پر وخت د ټاکنو د نه ترسره کېدو خبره د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسون داسې مهال کوي چې، څو ورځې وړاندې یې نوی مشر وټاکل شو.

د ټاکنو کمشنر سید حفیظ هاشمي وایي، د دوی په کمیسون کې پخواني ټکني کارونه او د پرمختګونو پروړاندې ځینې خنډونه پروخت د ټاکنو د ترسره کېدو مخه نیولې.

نوموړی د دغو ستونزو له ډلې یوه یې د مشرتابه په ادلون بدلون د وخت ضایع کېده بولي.

د ټاکنو خپلواک کمیسون وایي، د دغه بهیر ترسره کېدو لپاره ۲۱۰ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا ده چې دغه کمیسون لا تراوسه نه ده ترلاسه کړې.

د انځور حقوق IECA
Image caption په ډېرو ولايتونو کې د ټاکنو کمیسون مشران نه دي ټاکل شوي. ترڅنګ یې د کمیسون د دارلانشا مشر څوکې لا هم تشه ده

د کمیسون چارواکو په وینا اټکل شوی چې په دغو ټاکنو کې شاوخوا ۱۳ میلیونه خلک ګډون وکړي، خو لا یې نوملړ نه دی جوړ شوی.

په ډېرو ولايتونو کې د ټاکنو کمیسون مشران نه دي ټاکل شوي. ترڅنګ یې د کمیسون د دارلانشا مشر څوکې لا هم تشه ده.

خو د ټاکنو کمیسون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد بیا په دې باور دی چې له ستونزو سره سره به بیا هم د ولسي جرګې ټاکنې په روان زېږدیز کال کې ترسره شي.

داسې هم ویل شوي چې د ولسمشرۍ، ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په یوه وخت ترسره شي. خو ښاغلی صیاد بیا دې ته په ځواب کې وايي، دا کار شونی نه برېښي.

دا دویم ځل دی د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره اعلان شوې نېټه ځنډېږي. ټاکل شوې وه د ولسي جرګې ټاکنې د ۱۳۹۴ لمریز کال په غوایي میاشت کې ترسره شوې وای خو هغه مهال دولت دغه ټاکنې ترسره نه کړای شوې او ولسمشر د یوه فرمان پر بنسټ د ولسي جرګې کاري وخت تر راتلونکو پایلو وغځاوه.

نا امني او د بودیجې کمښت د راتلونکو ټاکنو پر وړاندې لوی خنډونه یادېږي اوس چې له اصلي نېټې دوه کاله اوړي او بیا هم د ټاکنو د ځنډیو خبره کېږي حکومت به د خلکو له جدي پوښتنو سره مخ شي.

ورته مطالب