عطامحمد نور د بلخ شولګرې ولسوالۍ ته بل ولسوال ټاکلی

د انځور حقوق FB, A.M.Noor
Image caption څو میاشتې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ د بلخ له ولایته د ښاغلي نور د استعفا د منظورۍ خبر ورکړ، خو ښاغلي نور د ولایت مقام پرېنښود.

د بلخ لېرې شوي والي عطامحمد نور د بلخ ولایت د شولګرې ولسوال لېرې کړی او د دولت اباد ولسوالۍ یې د هغه پر ځای مقرر کړی.

د بلخ ولایت ویاند منیر فرهاد وايي، ښاغلي نور د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه دغه ګام لازم ګڼلی دی.

د اصولو پر بنسټ د ولسوالانو ادلون بدلون چې ډېری يې په لومړي او دوهم بست کې دي، د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په منظورۍ کېږي.

بي بي سي ته د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیره یوسفزۍ بلخ کې د نوي ولسوال د ټاکل کېدو په اړه له څرګندونې ډډه وکړه.

تر دې وړاندې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویلي ول، د هر هغه سیمه ییز چارواکي لاسلیک د منلو وړ نه دی چې استعفا ورکړي او یا هم لېرې شي.

څو میاشتې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ د بلخ له ولایته د ښاغلي نور د استعفا د منظورۍ خبر ورکړ، خو ښاغلي نور د ولایت مقام پرېنښود. نوموړی دا کار د جمعیت اسلامي ګوند او ولسمشر اشرف غني د هوکړې پرخلاف بولي.

حکومت د بلخ ولایت لپاره محمد داود چې هغه هم د جمعیت اسلامي ګوند غړی دی معرفي کړ چې تر اوسه په کابل کې مېشت دی.

اړونده مطالب