د ملي امنیت له پخواني مشر د تګ راتګ بندیز لرې شو

ر د انځور حقوق mehwar
Image caption ښاغلي نبیل ویلي و له تېرو ولسمشرۍ ټاکنو مخکې د حامد کرزي او اشرف غني ترمنځ ژومنې شوې وې.

بي بي سي ته د رسېدلو سندونو له مخې د افغانستان د خلکو محور په نوم سیاسي ډلې د مشرتابه شورا له غړي او د ملي امنیت د پخواني مشر د تګ راتګ(ممنوع الخروجۍ) بندیز لرې شوی دی.

دې ډلې د یکشنبې په ورځ ویلي و، چې افغان حکومت پر رحمت الله نبیل د تګ راتګ بندیز لګولی دی.

خو بي بي سي ته د لویې څارنوالۍ او کورنیو چارو وزارت رسېدلي سندونه ښيي چې دمګړۍ دا بندیز لرې شوی دی.

په یوه لیک کې د کورني او بهرني امنیت د جرایمو ضد مبارزې څارنوالۍ مشر کورنیو چارو وزارت ته ویلي ، چې دمګړۍ یې رحمت الله نبیل د ممنوع الخروجۍ له حالت اېستلی دی:

"پورته موضوع مو تاسو ته ولیکله چې له دې لارې اړوند ادارو او هوايي ډګرونو ته خبر و رکړل شي او په دې ډول لویه څارنوالي ډاډه شي".

* رحمت الله نبیل: د پاکستان اټومي وسلې په خطر کې دي

* نبیل: پاکستاني چارواکي کابل ته په راتګ وخت ضایع کوي

* نبیل له طالبانو د آی ایس آی 'د ملاتړ اسناد' خپاره کړي

په بل لیک کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت افغان سرحدي پولیسو ته ویلي، چې لویې څارنوالۍ د ښاغلي نبیل ممنوع الخروجي لرې کړې ده.

له دې مخکې د افغانستان د خلکو ملي محور ویلي و، چې افغان حکومت د ملي امنیت پخوانی مشر او د دې ډلې د مشر تابه شورا غړی رحمت الله نبیل ممنوع الخروج اعلا ن کړی دی.

دې ډلې د ښاغلي نبیل په وړاندې دا ګام بې قانونه بللی و.

دوی ویلي و چې افغان حکومت له هغه وروسته دا ګام پورته کوي چې رحمت الله نبیل په تېرو کلونو کې د افغانستان چارو کې د پاکستان د استخباراتو د لاسوهنې او تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د اوسني او پخواني حکومت د مشرتابه له منظمو او پلاني "چارو" پرده پورته کړه.

دوی زیاته کړې وه، رحمت الله نبیل له افغانستان بهر دی او ډېر ژر به افغانستان ته ستون شي.

د افغانستان د خلکو ملي محور

د انځور حقوق .
Image caption د لویې څارنوالۍ او کورنیو چارو زارت لیکونه.

د افغانستان د خلکو ملي محور په نوم سیاسي بهیر څو میاشتې مخکې خپل شتون اعلان کړ.

د حامد کرزي د واکمنۍ د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا او د هغه مهال د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل یې د بنسټګرو په ډول وینا وکړه.

دوی هغه مهال ګواښ وکړ چې د قانون په چوکاټ کې به د دې حکومت پرضد مبارزه وکړي.

ښاغلی نبیل د حامد کرزي د واکمنۍ په وروستیو کلونو او د اشرف غني په لومړنیو دوو کلونو کې د ملي امنیت مشر و.

څو میاشتې مخکې نوموړي وویل، د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو په هکله ځینې اطلاعات "د خلکو د امنیت" په توګه خپروي.

هغه یوه تلوېزوني پروګرام کې وویل، چې د ۱۳۹۳ کال له ټاکنو کلونه مخکې د ښاغلي کرزي او ولسمشر غني ترمنځ ژمنې شوې وې.

نوموړي دا هم وویل، چې له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیت د سپارلو کمېسون هم د دې لپاره جوړ شوی و، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د یوه نوماند لپاره "د ټاکنیز کمپیان" چانس برابرکړي.

ورته مطالب