ایران: افغانستان کې لاسوهنه نه کوو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایراني چارواکي وايي، هیله من دي چې افغان حکومت له ټولو ډلو او ګوندونو سره په ګډه افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره کار وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، هېواد یې د افغانستان چارو کې لاسوهنه نه کوي او د تهران په تړاو د افغان امنیتي ادارو "ضد او نقیض" څرګندونې د کابل له کورنیو مسلو سرچینه اخلي.

بهرام قاسمي د دوشنبې په ورځ خبر غونډې ته په وینا کې وویل:

"هیله من یم چې د دوست او ګاونډي هېواد حکومت له ټولو ډلو او ګوندونو سره په ګډه د سولې او ټیکاو لپاره ډېرې هڅې وکړي".

د نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته ته دي چې د افغانستان د ملي امنیت مشر بي بي سي ته وویل، ایران له وسلوالو طالبانو سره یوه اندازه مرسته کوي.

* "د روسیي او ایران له همکارۍ پرته امریکا طالبان نشي ماتولی"

* 'د امریکا ګوښې کولو لپاره د ایران او روسیې ملګرتیا پکار ده'

* عبدالله: ځینې هېوادونه ترهګرو ډلو کې توپیر سره لوی تاوان کوي

د معصوم ستانکزي په خبره، تهران په دې پلمه له طالبانو سره اړیکي جوړ کړي او مرسته ور سره کوي، چې دا ډله له داعش سره جنګېږي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د افغانستان کورنۍ مسلې د کابل اړوند دي او هېواد یې پکې لاسوهنه نه کوي.

بهرام قاسمي ټینګار کوي چې ایران ته په افغانستان کې سوله، امنیت او ټیکاو مهم دی او له دې لارې افغانان د اقتصادي پراختیا په لور ګامونه پورته کولی شي.

له طالبانو سره د ایران او روسیې اړیکي

Image caption معصوم ستانکزی وايي، ایران له داعش سره د جنګېدلو په پلمه له طالبانو سره اړیکي جوړ کړي دي.

له دې مخکې د افغانستان لوی درستیز هم له بي بي سي سره خبرو کې ویلي و، داسې اسناد لري چې د افغانستان په لویدیځ کې ایران له طالبانو سره د پوځي امکاناتو مرسته کوي.

د جنرال شریف یفتلي په خبره، له طالبانو سره د ایران د پوځي ملاتړ اسناد یې له افغان ولسمشر سره شریک کړي دي او هغه هم له خپل ایراني سیال سره پر دې مسله خبرې کړې دي.

خو نوموړي د دې خبرو په تړاو نور څه ونه ویل.

ایراني چارواکي دا ډول ادعاوې درواغ بولي.

په افغانستان کې د داعش له را منځ ته کېدلو وروسته پر روسیه هم داسې تور لګېږي چې له وسلوالو طالبانو سره مرسته کوي.

د افغانستان په لوېدیځ کې د فراه والي د تېرې جنورۍ پر شلمه له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې په دغه ولایت کې وسلوال طالبان په نوې روسۍ وسله جګړه کوي.

د محمد عارف شاه جهان په خبره، په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو ډېره مرګ ژوبله هم د دغي وسلې له امله ده.

خو د ایران په څېر روسیې هم تل د افغان چارواکو دا ډول ادعاوې نه دي منلې.

ورته مطالب