"پنټاګان پر طالبانو سختو او ګڼو بریدونو ته تیاری نیسي"

د انځور حقوق C.EBDON
Image caption دا الوتکې له تېل اچولو پرته ۳۵ ساعته الوت کولی شي.

د بریتانیا ټایمز ورځپاڼه:

ورځپاڼه کاږي، په داسې حال کې چې په پسرلي کې د طالبانو د بریدونو موسم پیلېږي، امریکا یې پرضد لوی بریدونه پیلوي.

د ورځپاڼې په لیکنه نوي امریکایي ځواکونه افغانستان ته رسېږي او نوې بم غورځوونکې الوتکې او ځمکني بریدونو ته چمتووالی نیول شوی دی چې کابل ته نژدې د بګرام او کندهار کې له هوايي اډې به بریدونه کېږي.

ټایمز ورځپاڼه د ایف ۱۶، اې لس وارتوګ تندر بولټ جنګي الوتکو یادونه کوي او بي ۵۲ بم غورځونکې الوتکې چې د افغانستان له بهره به الوتنې کوي.

همدا اونۍ دغو الوتکو ۲۶ لارښود بمونه په بدخشان او جوزجان کې پر طالبانو وغورځول او امریکايي ځواکونه وايي چې دا د بي ۵۲ تر ټولو لوی پوځي بریدونه وو.

د پاکستان اکسپریس تریبیون:

کله چې د پاکستان سیاستوال محکمې ته غوښتل کېږي، نو ناروغېږي.

د امریکا بي ۵۲؛ د ویتنام او افغانستان جګړو کې بم غورځوونکې الوتکې

واشنګټن لا هم له طالبانو سره د سولې په تمه دی؟

د افغانستان شمال کې د بي ۵۲ الوتکو بریدونه ډېر شوي

ورځپاڼه کاږي چې په پاکستاني سیاستوالو کې دا دود په زیاتېدو دی چې کله یې محکمه ور وغواړي نو دوی ناروغ شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اکسپرس تریبیون د پخوانيو مشرانو نومونه را اخلي، د بیلګې په توګه کله چې پر پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف د خیانت تور ولګول شو په ټټر او ملا کې یې خوږ پیدا شول.

په سیاستوالو پسې بیا قانون جوړوونکي دي چې محکمه یې وغواړي دوی روغتون ته پناه یوسي.

اکسپرس تریبیون د پخوانيو مشرانو نومونه را اخلي، د بیلګې په توګه کله چې پر پخواني ولسمشر جنرال پرویز مشرف د خیانت تور ولګول شو په ټټر او ملا کې یې خوږ پیدا شول.

هغه پوځي روغتون ته بوتلل شو او د میاشتو لپاره محکمې ته نه ورته. حتی بهر ته یې د درملنې اجازه ورکړه.

کله چې په ۲۰۱۶م کال کې د "پاناما پېپر" په نامه پلټنو کې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف نوم راڅرګند شو نو د زړه جراحي لپاره روغتون ته ولاړ.

تر هغه وړاندي لومړی وزیر اصف علي زرداري هم چې کله د فساد په تور پاکستاني حکومت په لندن کې محاکمه کاوه نو طبي رپوټونه یې وکارول.

ډان، پاکستان:

دې ورځپاڼې د پاکستاني پوځي چارواکو له خولې لیکلي چې دا هېواد به په دې نژدې وختونو کې له د چمن په سیمه کې دیوال جوړ کړي چې د دوی په وینا پاکستان ته په ناقانونه توګه د کسانو د ننوتلو مخه ونیسي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ورځپاڼه کاږې، په جرګه کې پرېکړه وشوه چې هغه خلک چې د پاکستان په وینا سرې کرښې ته نژدې اوسېږي باید نورو ځایونو ته ولېږدي

د بلوچستان سرحدي پولیسو یوه افسر یوې قومي جرګې ته ویلي چې هغه کلیوال چې له سرې کرښې نورو ځایونو ته دورمي تاوان به ورکړل شي.

ورځپاڼه کاږې، په جرګه کې پرېکړه وشوه چې هغه خلک چې د پاکستان په وینا سرې کرښې ته نژدې اوسېږي باید نورو ځایونو ته ولېږدي چې په دې توګه د ناقانونه کسانو د تګ راتګ مخه ونیوله شي.

ټایمز آف انډیا:

دې ورځپاڼې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي څرګندونې مهمې بللې دي چې د پاکستان پر پوځي او استخباراتي چارواکو یې د امریکایي بندیزونو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي کرزي په پاکستان او امریکا نیوکه کړې چې د افغانستان جګړه د خپلو ګټو لپاره کاروي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کرزی: امریکا باید د پاکستان پر وړاندې ګام واخلي

د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي، امریکا په پام کې لري چې په افغانستان کې دایمې اډې ولري چې په سیمه کې د خپل اغیز لپاره ګټه ترې واخلي.

نوموړي همدا شان پاکستان ګرم کړی چې طالبانو ته پناه ورکوي او ځکه په پاکستان کې د امریکا د ګامونو غوښتونکی دی.

ورته مطالب