پر کانټیننټل برید د کام ایر شرکت ۷۵ سلنه الوتنې کمې کړي

کام ایر د انځور حقوق FB: Kamair
Image caption ښاغلی صمدي د ۳۵ کارکوونکو پر تګ چې د اوکراین، ونزوېلا او یونان وکړي ول اندېښمن دی

په کابل کې پر انټرکانټيننټل هوټل له برید وروسته کام ایر هوايي شرکت وايي، ۳۵ بهرني کارکوونکي يې ترې تللي او ځينې کرایه کړې الوتکې هم ورنه اخيستل شوې دي.

د دغه شرکت چارواکي وايي، تر بريد مخکې به يې په هېواد کې دننه او بهر د ورځې شاوخوا ۴۰ الوتنې درلودې، خو تر بريد وروسته يې الوتنې لسو ته راکمې کړې دي.

د کام ایر هوايي شرکت عمومي مشر صمد عثمان صمدي وايي، د افغانستان لویو ښارونو او بهرنیو هېوادونو ته يې الوتنې اوس عادي حالت ته په راستنېدو دي خو په کور دننه وړو ښارونو ته يې الوتنې کمې شوي، چې په وینا يې میلیونونه ډالر تاوان وراوښتی دی.

ښاغلی صمدي د ۳۵ کارکوونکو پر تګ چې د اوکراین، ونزوېلا او یونان وکړي ول اندېښمن دی او وايي" نه پوهېږو چې دوی به بېرته راشي او که نه. تاسې پوهېږئ چې افغانستان کې د هغسې مسلکي کسانو موندل سخت کار دی."

د رسمي شمېرو له مخې پر انټرکانټيننټل هوټل بريد کې ټولټال ۲۲ کسان وژل شوي ول، چې د دغه شرکت نهه کسان هم پکې شامل ول. له دوی يې اووه د اوکراین او دوه د ونزوېلا هېواد بلل شوي دي.