افغان حکومت: زرګونو ستنو شویو کډوالو ته کار مومو

په دې پروګرام کې به ښځې ۶۵ سلنه ونډه ولري د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې پروګرام کې به ښځې ۶۵ سلنه ونډه ولري

د افغانستان حکومت وايي، له ایران او پاکستانه پنځلس زرو ستنو شویو افغان کډوالو ته کاري فرصتونه برابروي. د کار دا پروژه د کلیو د پراختیا وزارت له خوا پیلېږي چې د غالۍ اوبدلو پنځه زره کارخونې به په کې فعالې او ۶۵٪ کارمنانې به یې ښځې وي.

ددې پروژې چارې یوه نادولتي شرکت ته ورکول کېږي چې تازه تړون ورسره لاسلیک شوی.

ددغه شرکت چارواکي وايي تر راتلونکو درو میاشتو به کارخونې فعالې کړي او زرګونه راستانه شوي کډوال به په کار وګماري.

د افغانستان د کلیو پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي وايي، دا پروژه به کابل، ننګرهار، بلخ،‌ لغمان،‌ پروان،‌ بغلان،‌ هرات او کندهار ولایتونو کې فعالیت ولري.

ښاغلی کریمي وايي،‌ له دې پروګرامه ۶۵ سلنه ګټه اخیستونکې به ښځې وي.

امريکا د کار پيدا کولو لپاره افغانستان ته ۵۰ ميليون ډالر ورکوي

پر زړو ټغرونو تاندې څېرې

"د افغان کډوالو په ستنېدلو سره پاکستان کې د غالیو صنعت له منځه ځي"

Image caption غالۍ اوبدونکې

د نوموړي په وینا،‌ یاد پروګرام به معلولو کسانو ته د کوچنیو سوداګریو فرصتونه هم برابر کړي.

په افغانستان کې د بې کارۍ کچه هر کال ډېرېدونکې ده چې لوی لامل یې ناامني ده‌.

د افغانستان د غالۍ اوبدلو شرکت مشر سید عباس سادات چې د یادې پروژې د ترسره کولو مسؤول دی،‌ وايي یاد پروګرام به ښځو ته لومړیتوب ورکوي.

تېره اونۍ نړیوال بانک خبرداری ورکړ چې افغانستان کې د بې روزګارۍ ‍ډېرېدل ښايي ددې لامل شي چې هېواد ته د ناقانونه کډوالو ستنېدل به په کور د ننه بې ځایه شویو شمېر ډېر کړي.

د کډوالو د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې،‌ د روان ۲۰۱۸ کال له پیله تر ۵۰ زرو ډېر کډوال له پاکستان او ایران نه افغانستان ته راستانه شوي.

همدارنګه،‌ دا مهال پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه افغان کډوال اوسېږي، چې افغانستان ته د ستنېدو لپاره دوې میاشتې ضرب الاجل ورته ټاکل شوی.

ورته مطالب