د کورنیو جګړو پاتې ماینونه هره میاشت ۱۸۰ افغانان وژني

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
"د افغانستان په ۲۵۲ ولسواليو کې لا هم ماينونه شته"

په افغانستان کې د پخواني شوروي یرغل پرمهال او له کورنيو جګړو راهيسې پاتې ماینونه او د سړک غاړې تازه هغه يې د میاشتې تر ۱۸۰ کسانو ژوند اخلي. د ماین پاکولو بریتانوۍ موسسه هلوټرسټ وايي، د افغانستان په ۲۵۲ ولسوالیو کې لا هم ناچاوده توکي او ماینونه شته.

په همدې حال کې په هرات کې د ماین پاکۍ پروګرام چارواکی وايي چې د دغه ولایت ۹۷ سلنه خاوره له ماینونو پاکه شوې ده.

۱۸ کلن احمد مختار کلیمي اصلاً د لغمان ولایت اوسېدونکی دی خو اوس په هرات کې شپې او ورځې سبا کوي. د ده په وینا څلور کاله مخکې د هرات په منارې نومې سیمه کې پر ماین وخت، ښۍ پښه یې له زنګانه لوړه پرې شوې.

مختار په افغانستان کی د ځمکې لاندې ماینونو له زرګونه قربانیانو څخه یو دی چې همت ته یې له لاسه نه دی ور کړي او خپلې کورنۍ ته د ډوډۍ پیدا کولو په موخه رنجر موټرسیکل چلوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بلخوا په افغانستان کې د بریتانیا د ماین پاکۍ موسسه (هلو ټرسټ) وايي د هرات ۹۷ سلنه مځکه اوس له ماینونو پاکه شوې ده.

په افغانستان کې تر ځمکې لاندې ماینونو ډېری قربانیان یا تر خاورو لاندې دي یا یې هم د بدن د غړو پرې کېدو د کار کولو وړتیا ترې اخیستې ده.

د افغانستان په لویدیځ زون کې د ماین پاکۍ پروګرام مشر عبدالجلیل صادق وايي، په هرات کې یې د ۱۹۹۰ کال راهیسې ۱۲ سوه د ځمکې لاندې ماینونو د چاوېدل پېښې رامنځته شوي، چې ۱۵۲۳ کسانو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.

د ښاغلي صادق په وینا د هرات ۱۱۱ کیلومتره مربع ځمکه له ماینونو او ناچاودونکو توکو څخه پاکه کړې ده.

بلخوا په افغانستان کې د بریتانیا د ماین پاکۍ موسسه (هلو ټرسټ) وايي د هرات ۹۷ سلنه مځکه اوس له ماینونو پاکه شوې ده.

د هلو ټرسټ په وینا لا هم د افغانستان د ۳۹۸ ولسوالیو له ډلې څخه په ۲۵۲ یې ماینونه او ناچاوده توکي تر ځمکې لاندې خښ دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مسوولان وايي هره میاشت نژدې ۱۰۰ افغانان د ماینونو قرباني کېږي

د ملګرو ملتونو په تازه رپورټ کې هم راغلي چې تېر کال لس زره تنو ته د اوښتې مرګژوبلې اتلس سلنه یې د سړک غاړې ماینونو له کبله وه.

له ماینونو د اغېزمنو افغانانو موسسې په وینا افغانستان کې هره میاشت نژدې ۱۰۰۰ کسانو ته د ماینونو د چاودنو له امله مرګژوبله اوړي. دغې موسسې له خوا خپاره شوي مالومات ښيي اوس د افغانستان ۸۰ سلنه خاوره له هغو ماینونو پاکه شوې، چې د شوروي اتحاد یرغل پر مهال پر ځمکه کرل شوي وو.

رسمي شمېرې ښيي، له تېرو پنځو کلونو راهیسې په افغانستان کې د نړۍ بل هر هېواد پرتله ډېرو کسانو ته د ماینونو چاودنې له کبله ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده خو په یمن کې د جګړې له پراختیا وروسته اوس افغانستان دویم ځای خپل کړی دی.

ورته مطالب