افغانستان کې د نویو زیږېدونکو ماشومانو مړینه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د نویو زیږېدونکو ماشومانو مړینه

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندق "يونيسېف" پخپل تازه رپوټ کې ویلي، افغانستان نړۍ په کچه دریم هېواد دی چې د نویو زیږېدلو ماشومانو مړینه پکې زیاته ده او په هرو ۲۵ نوو زېږېدونکو ماشومانو کې يې یو مري.

د رپوټ پربنسټ، د نوو زېږېدوونکو ماشومانو له ۸۰ سلنې زیاتې مړينې له وخته مخکې زېږون، د زېږون پرمهال پېچلتیاوې یا د وینې مېکروبي کېدو ته د ورته نورو ناروغیو له کبله پېښېږي.