د کورنيو چارو وزير د امنيت په ټينګښت کې له خلکو د مرستې غوښتنه کړې

د انځور حقوق MOI
Image caption د ښاغلي برمک په وينا "د خلکو له مرستې پرته موږ له دې ۱۳۵ زره ملي پوليسو سره هم هېڅ کار نه شو کولی، خلک هم بايد خپله دامنيت په برخه کې مرسته وکړي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، د افغان وګړو شمېر ته په کتو د پولیسو شمېر ډېر کم دی او دی له عامو خلکو غواړي چې د امنیت په ټینګښت کې له پولیسو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ښارونو په ځانګړې توګه پلازمېنې کابل د امنیت په اړه خلک اندېښمن دي او له امنیتي ادارو غواړي چې دغلته د ګډوډیو، بریدونو او جنایي پېښو مخه ونیسي.

د افغانستان د پولیسو شمېر شاوخوا ۱۳۵ زره دی، خو کورنیو چارو وزارت وایي، ۳۰ میلیونه وګړو او اوسنیو حالاتو ته په کتو دغه شمېر پولیس د امنیت ټینګښت ته بسنه نه کوي.

ښاغلي برمک له خلکو وغوښتل چې د امنیت په برخه کې له پولیسو سره مرسته وکړي او د زورواکۍ، جنايي او له وسلې د ناسمې ګټې اخیستنې له پېښو سره د مخامخ کېدو پر مهال د پولیسو ۱۱۹ شمېرې ته خبر ورکړي.

د ښاغلي برمک په وينا "د خلکو له مرستې پرته موږ له دې ۱۳۵ زره ملي پوليسو سره هم هېڅ کار نه شو کولی، خلک هم بايد خپله دامنيت په برخه کې مرسته وکړي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک له خلکو وغوښتل چې د امنیت په برخه کې له پولیسو سره مرسته وکړي

د کورنیو چارو وزیر دا وینا وروسته له هغه وکړه چې د کرېکټ او ازادو مبارزو د بریا پر مهال د کابل او نورو ښارونو فضا د خوښیو ډزو نیولې وه او دغو ډزو عام خلک اندېښمن کړل.

کابل ښاریان وایي، دې ډزو وېرولي او غوښتنه کوي چې د خوشالیو پرمهال باید ډزې ونه شي.

په همدې حال کې د کورنیو چار وزیر وايي، ډېری وخت د ښادۍ ډزې د یو شمېر وزیرانو، وکیلانو او لوړپوړو چارواکو له کورونو را پورته کېږي.

نوموړی وايي، "په دې کابل ښار کې چې له ډېرو کورونو ډزې شوې زه په ډاګه د افغانستان ولس ته وايم چې دا ډېری زموږ د مشرانو وزيرانو او وکيلانو کورونه دي".

د کورنیو چارو وزیر وايي، یوشمېر دغو چارواکو ته په تېر کې د حکومت له خوا داشکې او راکټونه ورکړل شوي چې لاهم ګټه ترې اخلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کورنیو چارو وزیر وايي، یوشمېر دغو چارواکو ته په تېر کې د حکومت له خوا داشکې او راکټونه ورکړل شوي چې لاهم ګټه ترې اخلي

ښاغلي برمک دولتي چارواکو ته په خطاب کې وویل، چې وسله د محافظت لپاره ده نه د عامه نظم د خرابولو لپاره. کابل کې له خپل سره وسله والو ډلو ور ها خوا وسله وال مخالفین هم خپل فعالیت کوي.

تېره شپه د کابل ښار په شمالي څنډه خیرخانه کې وسله والو طالبانو د مشرانو جرګې پخوانی مرستیال چې اوس د اجراييه مشر عبدالله عبدالله سلاکار و، له یوه ساتونکي سره وواژه او پخپله په تیښته بریالي شول.

د کابل پولیس د تل په څېر وایي چې د پېښې په تړاو پلتڼې پيل کړي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب