امریکا: که طالبان حکومت سره خبرو ته چمتو شي ملاتړ یې کوو
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

امریکا: که طالبان حکومت سره خبرو ته چمتو شي ملاتړ یې کوو

د امریکا یوه جګپوړې ډیپلوماته وایي په افغانستان کې یې د هېواد د ستراتېژۍ بری د خبرو له لارې سیاسي جوړجاړي پورې تړلی دی.

د جنوبي او مرکزي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره الیس ویلز وايي، پر طالبانو او هغو هېوادو به چې د فعالیت امکانات یې چمتو کوي، فشار روان وي.

نوموړې د سولې خبرو پر وړاندې اصلي خنډ طالبان وبلل، خو زیاته یې کړه که چېرې په هغوی کې منځلاري له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شي، متحد ایالتونه به یې ملاتړ وکړي.

له مېرمن ولز سره چې په لندن کې د بي بي سي مرکزي دفتر ته کې وه، اسماعیل سعادت خبرې کړي او په سر کې يې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه چې متحد ایالتونه اوس له طالبانو سره خبرو ته چمتو نه دي، سپیناوی وغوښت.

پوښتنه دا وه چې د افغانستان په اړه یې د هېواد ستراتيژۍ بیا واوښته، که څنګه؟