د کابل بهیر دویمې ناستې د بحث اجنډا

. د انځور حقوق ARG
Image caption د سولې په اړوند د افغان حکومت له کلونو راهیسې د بې پایلو هڅو او بېلابېلو ناستو وروسته، د کابل پروسه شاوخوا یو کال وړاندې د افغانستان په کوربه توب جوړه شوه .

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي د کابل پروسې د دویمې ناستې اصلي بحث به پر سولې او له ترهګرۍ سره پر مبارزې راټول وي. دا ناسته د فبرورۍ پر ۲۸مه (کب ۹مه) جوړېږي.

خو یو شمېر شنونکي بیا وایي تر هغه چې د سیمې په کچه اجماع رامنځ ته نه شي، دغه ډول ناستې به د پام وړ لاسته راوړنې ونه لري.

د کابل بهیر لومړۍ ناسته شاخوا یو کال وړاندې په کابل کې وشوه. په دې ناسته کې د دوو نړیوالو بنسټونو په ګډون د ۲۵ هېوادونو استازي ګډون کوي.

د سولې په اړوند د افغان حکومت له کلونو راهیسې د بې پایلو هڅو او بېلابېلو ناستو وروسته، د کابل پروسه شاوخوا یو کال وړاندې د افغانستان په کوربه توب جوړه شوه .

تېر ځل په دې ناسته کې ۲۳ هېوادونو او دوو نړیوال سازمانو ګډون کړی و، بحثونه یې تر ډېره په افغانستان کې پر سوله راټول ول.

کابل د سولې بهیر کې د سعودي د نفوذ کارولو غوښتنه کړې

ولسمشرغني: افغانان له بې عقیدې او بې همت دښمن سره مخامخ دي

عبدالله: حکومت د سولې خبرو اترو پیل ته هېڅ شرط نه لري

د سیمې په کچه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د ملي اجماع رامنځته کېدل نورې هغه موضوعګانې وې چې د کابل پروسې په لومړۍ ناسته کې پرې ټینګار وشو.

کابل یا بل ځای کې له طالبانو سره د خبرو دفتر

هماغه مهال ولسمشر محمد اشرف غني په طالبانو غږ وکړ چې چمتو دی په کابل او یا بل هر هیواد کې د خبرو لپاره د افغان حکومت په مشرۍ دفتر پرانیزي:

"دا چې سوله باید یو ملي بحث وي، موږ به یې په تړاو په ملي کچه مشوره وکړو، ترڅو د سولې لپاره داسې اجنډا جوړه شي چې د سولې ټولنیز، سیاسي او امنیتي اړخونه په پام کې ونیول شي. د سولې د خبرو لپاره چې هرځای په تفاهم سره ټاکل کېږي موږ ته د منلو ده، که دا په کابل کې وي، نو موږ به یې تضمین وکړو."

"که د سولې نقشې پر جوړولو هوکړه وشي چې دواړو لورو ته د منلو وي، موږ به طالبانو ته اجازه ورکړو چې خپل دفتر پرانیزي. له دې سره به دواړه لوري خوندي وي. موږ د سولې لپاره یو فرصت ورکوو، خو دا خبره هم باید څرګنده وي چې دا فرصت د تل لپاره نه دی."

خو تر اوسه دې دوو طالبانو له افغان حکومت سره د مذاکراتو لیوالتیا نده ښودلې .

غني له ګاونډي او د سیمې له هیوادونو غوښتي و چې د ترهګرۍ په مبارزه کې له افغانستان سره یو لاس شي.

د انځور حقوق د انځور حقوقMOHAMMAD HANEEF ATMAR/FB
Image caption د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر له سعودي نه د کابل سولې بهیر کې د نفوذ کارولو غوښتنه کړې

افغان حکومت چې تر ډېره یې د سولې په خبرو کې د پاکستان پر هڅو ټینګار کاوه خو د چارواکو په خبره پاکستان تر اوسه کوم مثبت ګام نه دی پورته کړی.

امریکا ته د طالبانو لیک

د کابل پروسې دویمه ناسته چی د چهارشنبی پر ورځ پیلېږي، د ۲۵ هیوادونو د بهرنیو چارو مرستیالان او د دوو نړیوال سازمانو استازي به ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وایي، د کابل پروسې کې به سوله او له ترهګرې سره مبارزه د ناستې اصلي بحثونه وي:

"ټاکل شوې افغان حکومت په دې ناسته کې خپلو بهرنیو ملاتړو او ګډونوالو ته د سولې په تړاو خپله طرحه او هر اړخیز لید لوری روښانه کړي.

او دا به بیا هم ووایي هغه څوک چې سوله غواړي او له جګړې لاس اخلي د حکومت دروازې د هغوی پر مخ خلاصې دي."

طالبان چې په افغانستان کې د جګړې اصلي لوری ګڼل کېږي، په دې وروستیو کې یې امریکا ته په خپل لېږلي لیک کې غوښتنه کړې وه چې امریکا دې د افغانستان د سولې په اړه له دوی سره خبرې وکړي.

د طالبانو دغه غوښتنه امریکا او افغان حکومت رد کړې ده. خو په دې ورستیو کی د افغانستان د سولی عالی شورای له قومی مشرانو غوښتنه کړې چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولی خبرو لپاره منځګړي شي.

Image caption د سولې او شخړې په نوم د یوه مرکز مشر حلیم الله کوثري د کابل پروسې تېره ناسته بې پایلې بولي

د سولې او شخړې په نوم د یوه مرکز مشر "حلیم الله کوثري" چې د کابل پروسې تېره ناسته بې پایلې بولي وایي:" تر هغې چې د سیمې په کچه اجماع جوړولو ته لاره هواره نه شي، ورته ټولې غونډې به د سولې په تړاو بې پایلې وي."

د سولې په برخه کې د ملي یووالي حکومت یوازینۍ لاسته راوړنه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له اسلامي حزب سره سوله ده.

افغان حکومت د سولې په تړاو پر بین الافغاني خبرو اترو ټینګار کوي هغه څه چې پیاوړی ملاتړ یې امریکا هم ورسره همغږې ده.

افغان حکومت دا ځل د ګاونديو هیوادونو سربېره د سولې په تړاو د عربي نړۍ ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه هم هڅې ګړندۍ کړي او دا اونۍ هم د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د ځینو عرب هیوادونو له مشرانو سره خبرې اترې وکړې او له سعودي یې د کابل د سولې په بهیر کې د نفوذ کارولو غوښتنه وکړه.

اړونده مطالب

ورته مطالب