افغان حکومت وايي د سولې خبرو ته هېڅ مخکې شرط نه لري

هارون چخانسوري د انځور حقوق Haroon Chakhansuri
Image caption ښاغلي چخانسوري وویل، حکومت د سولې خبرې افغانستان کې ترسره کېدل غواړي.

افغان حکومت وايي له وسله والو مخالفینو سره د سولې خبرو ته هېڅ مخکې شرط نه لري.

د افغانستان د ولسمشر د دفتر مرستیال هارون چخانسوري وايي "هغه ګروپونه او طالبان چې غواړي سولې ته راشي، هېڅ شرط ورته نشته راتلی شي، مذاکرات ورسره شروع کېږي."

افغان حکومت وايي، د سولې د دغې طرحې پوره جزئيات به سبا د کابل پروسې په غونډه کې وړاندې شي.

ښاغلي چخانسوري وویل، حکومت د سولې خبرې افغانستان کې ترسره کېدل غواړي.

ده د بي بي سي یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل، حکومت هېڅکله نه دي ویلي چې له طالبانو سره سولې ته چمتو نه دی، بلکې هېڅ خوا باید مقابل لوري ته د غولولو په دریځ کې نه وي.

طالبانو بیا له امریکا د افغان شخړې سوله ییز حل غوښتی

"طالبان له امریکا د جګړې پر سر بیا غور کول غواړي"

چخانسوري زیاته کړه، طالبانو له امریکا سره خبرو ته دوه ځلې چمتووالی ښودلی، خو په وینا یې د امریکا بهرنیو چارو وزات یې غوښتنه رد کړه او ورته ویلي یې دي چې له افغان حکومت سره دې خبرې وکړي.

د ولسمشر د دفتر مرستیال زیاته کړه، افغان وسله والو طالبانو ته وايي، که افغانان یاست، راځئ له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړئ.

د سولې هلو ځلو او خبرو ته د حکومت د لېوالتیا په اړه ښاغلي چخانسوري وویل، "د ټول ولس غوښتنه دا ده چې سوله وشي، حکومت خبرو ته له یوه کمزوري دریځه نه ورځي، بلکې له یوې ډاګیزې طرحې سره ورځي او حکومت باید د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي."

ده وویل، د کابل بهیر د تېر کال کنفرانس جوړ شو، چې تر ۲۰ ډېرو هېوادونو او نړیوالو استازیو ګډون پکې کړی و.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د امریکا یوه جګپوړې ډیپلوماته وایي په افغانستان کې یې د هېواد د ستراتېژۍ بری د خبرو له لارې سیاسي جوړجاړي پورې تړلی دی.

ورته مطالب