خوست کې د ناندرییز 'کمپاین ځواک' پر وړاندې د حکومت چوپتیا

د انځور حقوق FB

علي جان چې پنځه وروڼه یې په عملیاتو کې وژل شوي وايي "زما معلول ورور دې ته هم نه و پرېښودل شوی چې خپله مصنوعي پښه ځان ته وتړي او په ډزو یې ویشتلی و." دی ادعا کوي چې ټول وژل شوي ملکیان ول، خو ټاکل شوي پلاوي بل څه موندلي.

علي جان د هغې کورنۍ غړی دی چې نژدې دوې اوونۍ وړاندې د خوست علیشېرو ولسوالۍ کې یې اووه غړي د خوست ساتنې ځواک، کمپاین ډلې په عملیاتو کې ووژل شول. وروسته د وژل شویو کسانو جسدونه د خوست مرکز فارم باغ سیمې ته یوړل شول او خلکو له دولته د پېښې د پلټنې غوښتنه وکړه. پرون بیا د څلورو نورو کسانو پر وژل کېدو لاریون وشو او خلکو ځواب غوښت.

له ناښکېلتیا سره سره د خوست امنیتي چارواکي اړ دي ځان د خلکو مخاطب وګرځوي او پرېنږدي کړکېچن وضعیت عمومي امنیت وننګوي. هغه څوک چې باید د پېښې وضاحت ورکړي، د ملي امنیت له ادارې سره له نسبي اړیکي پرته له نورو امنیتي ارګانونو سره هېڅ اړیکه نه لري.

کمپاین ډله څوک دي؟

د افغان چارواکو په وینا د کمپاین ځواکونه چې په پرمختللو پوځي وسایلو روزل شوي افغانان پکې ګډون لري د "امریکا استخباراتي" سرچینو له خوا تمویل او تجهیزېږي او په خوست ولایت کې د حکومت د وسله والو مخالفینو پرضد جګړه کوي.

Image caption پر حقاني شبکې ډېر بریدونه د خوست د کمپاین ډلې له خوا ترسره کېږي.

د شخړو د اواري چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار اسدالله فنا بي بي سي ته وویل" څوک چې دوی تمویلوي عمدتاً استخباراتي سرچینو سره تماس لري. یوازې له ملي امنیت سره اړیکه نیسي، له نورو سره هېڅ علاقه نه لري."

د خوست د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالحنان وايي، افغان پولیس د کمپاین ډلې په عملیاتو کې هېڅ ونډه نه لري او نه هم له دوی سره تر برید وړاندې همغږي کېږي.

ښاغلی فنا چې علیشیرو ولسوالۍ کې د برید پلټونکي پلاوي مشر دی بټۍ تاڼې ته له تګ وروسته، تر یوه بریده د "ملامت او سلامت" له معلومولو سره سره د پېښې په تړاو اصلي پوښتنې ته چې "ناملامت ولې وژل شوي" مُقنع ځواب ونه شو موندلی. ځکه له هغه ځواک سره چې ځواب یې لري پلاوی کتلی نه شي.

د مرګ ژوبلو څرنګوالی

د کمپاین ډله چې په پرمختللو پوځي وسایلو سمباله ده له هوايي ملاتړ سره په سیمه کې او د ډیورند کرښې پر څنډو عملیات ترسره کوي چې کله نا کله د وسله والو ډلو ترڅنګ ولسي وګړو ته هم زیان پکې اوړي.

د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یوناما د ۲۰۱۷ کال د ولسي وګړو مرګ ژوبلې رپوټ کې د خوست ساتنې ځواک په لاس د یوه هلک د وژل کېدو او د دوو د ټپي کېدو خبر ورکړی.

ر د انځور حقوق فرید ظاهر
Image caption د مظاهره چیانو شمېر له زرو ډېر ښودل کېږي.

خوست کې پرونۍ مظاهره هم د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په زني خېلو کې یوه کور کې د کمپاین ډلې د چاپې پایله کې د دوو وروڼو، یوې مېرمن او یوې ماشومې د وژل کېدو پر پېښې وه، چې د چارواکو په وینا د پېښې د څرنګوالي پلټنه یې روانه ده.

د څېړنو له ترسره کېدو سره ښکاري چې د علیشرو ولسوالۍ د بټۍ تاڼې برید جزییاتو له راسپړل کېدو سره ځینو پېچلو پوښتنو ته ځواب موندل کېږي.

د وژل شوې کورنۍ غړي وايي چې کمپاین ډلې د دوي په کور کې دننه نارینه په داسې حال کې په ډزو وژلي چې وسلې ورسره نه وې.

د پېښې څرنګوالي پلټونکي پلاوي مشر اسدالله فنا د دې ترڅنګ چې مني په پېښه کې بې وسلې کسان په کوردننه وژل شوي، وايي "څېړنې او شواهد ښيي"چې د دغې کورنۍ "دوه وسله وال" له کوره د باندې په داسې حال کې په هوايي برید کې وژل شوي چې د ډیورند کرښې "پر لور یې منډې وهلې".

د ښاغلي فنا په وینا "شواهد ښيي چې دغو دوو وسله والو له حقاني شبکې سره اړیکه درلوده" او د اوږدې مودې لپاره تر څارنې لاندې ول.

'ولسمشر دا کار کولی شي'

د ولسمشر سلاکار اسدالله فنا وايي، د علیشېرو ولسوالۍ پر برید د څېړنو رپوټ کې یې "ولسمشر ته وړاندیز کړی چې د ملي امنیت مشر ته وظیفه ورکړي د کمپاین ډلې له چارواکو سره په کابل یا امریکا کې خبرې وکړي".

د انځور حقوق Arg
Image caption ښاغلی فنا باوري دی چې ولسمشرغني کولی شي هغه "سرچینې پیدا کړي" چې د کمپاین ډلې ملاتړ کوي.

له افغان امنیتي ځواکونو سره د عملیاتو په اړه معلومات شریکول او همغږي رامنځته ته کول د ښاغلي فنا په اند اړینه ده او په وینا یې کمپاین ځواکونه دې "هڅه وکړي یوازې پر پوځي اهدافو کار وکړي، ملکي خلک باید زیانمن نه شي".

دی باوري دی چې ولسمشرغني کولی شي هغه "سرچینې پیدا کړي" چې د کمپاین ډلې ملاتړ کوي او د ده په وینا ولسمشر دې" د افغان ولس ستونزه او د خلکو نارضایتي له دوی سره شریکه کړي. "

رپوټونه ښيي چې هرکال د افغانستان په روانه جګړه کې بېلابېل پوځي عملیاتونه د افغان حکومت د دفاعي او امنیتي ځواکونو او نړیوال غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې ترسره کېږي، چې ښکاره ادرس لري.

خو له ځانګړي ادرس او چارواکي پرته د کمپاین ډلې د فعالیتونو په تړاو وضاحت به څوک ورکوي، نه ده معلومه.

د باصلاحیته پلاوي د مشر په توګه ښاغلي فنا بټۍ تاڼه کې د وژل شویو ملکیانو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه.

خو ډېرو پوښتنو ته یې د ځواب ورکولو څوک نه ول او ځوابونه یې، پر حدس او ګومان ولاړ پاتې شول.

ورته مطالب