د ننګرهار په مومندره کې ښوونځی او زرګونه کتابونه سوځول شوي

ننګرهار
Image caption په سوځول شویو کتابونو کې د قرآن کریم نسخې هم شاملې دي

د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ ايمل خان په نامه د نجونو او هلکانو لېسې يوه برخه تېره شپه ناپيژاندو وسله والو سوځولې چې په کې شاوخوا څلوېښت زره کتابونه او دوه خوني سوځيدلي.

په سوځيدلیو خونو کې یوه یې د یاد ښوونځي او بله د دې ولسوالۍ د پوهنې مديريت تحويلخانه ده، چې په کې د پخواني او اوسني تدريسي نصاب له نیمایي ډېر کتابونه سوځېدلي.

د ننګرهار د پوهني ریاست چارواکي وايي، پېښه تېره شپه شاوخوا اته بجې شوې.

د دوی په وینا څلور تنو وسله والو د یاد ښوونځي څوکیدارانو مټې ور تړلي او بيا بيا یې ښوونځي ته اور ورته کړی.

د ننګرهار پوهنې رياست ویاند آصف شينواري بي بي سي ته وویل، په دې ښوونځي کې شاوخوا ۴۰ زره کتابونه او ۳ سوه د قرآن کريم نسخې هم سوځيدلي.

د ښاغلي شينواري په وينا، سيمې ته یې خپل استازي لېږلي چې پېښه وپلټي. ده ژمنه وکړه چې ژر به د دې ښوونځي سوځېدلې برخې بېرته ورغوي.

Image caption د ننګرهار چارواکو د سوځېدلي ښوونځي د بیا رغولو ژمنه کړې.

یوې سرچينې بي بي سي ته دا هم وويل چې نن ښوونځی د زده کوونکو پرمخ خلاص و او د زده کړو بهیر کې خنډ نه دی رامنځته شوی.

خو یو شمېر ټولنيز فعالان وایي، دا ډول پېښې په لرو پرتو سيمو کې ښوونيز بهير ننګولی شي.

تراوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسولیت نه دی منلی.

ياد ښوونځی د ولسوالۍ ودانۍ سره نښتی دېوال لري او په سيمه کې يو له پخوانيو هغو دی چې لسګونه دورې نجونې او هلکان یې له دولسم ټولګي فارغ شوي.

په ايمل خان لېسه کې دا مهال تر شپږ زرو ډېر زده کوونکي په زده کړو بوخت دي چې ديارلس سوه یې نجونې دي.

مومندره د ننګرهار یوه سرحدي ولسوالي ده او ډېرې سيمې یې د تورخم ــ جلال اباد پر لويه لار پرتې دي.

ورته مطالب