نا معلومو کسانو غزني کې زیارت په بمونو ویجاړ کړی

دغه زیارت د ښار څنډو کې دی چې د نوي کال پر لومړۍ ورځ ګڼ شمېر خلک ورځي د انځور حقوق .
Image caption دغه زیارت د ښار څنډو کې دی چې د نوي کال پر لومړۍ ورځ ګڼ شمېر خلک ورځي

ناپېژانده کسانو د غزني ښار ختیځه څنډه کې د نظرګاه حضرت علي په نامه زیارت چې په سخي صاحب هم مشهور و په بمونو ویجاړ کړی دی.

د غزني د والي ویاند عارف نوري بي بي سي ته وویل، د دې پېښې په اړوند یې تر اوسه څوک نه دي پېژندلي خو وايي، دا د هغو سخت دریځو ډلو کار دی چې زیارتونو ته درناوی نه لري.

یاد زیارت په غزني کې تاریخي او د زرګونه خلکو میله ځای بلل کیږي چې د کال په لومړۍ ورځ نوروز کې به هم جوپې جوپې خلک ورتلل.

تراوسه کومې وسله والې ډلې ددې برید مسولیت نه دی منلی. دغه زیارت چې د سخي ګذرګاه بلل کېږي، د غزني ختیځ غرنۍ سیمه کې موقعیت لري.

پاکستان: زیارت کې د ځانمرګي برید وژل شویو شمېر ۱۳ ته ورسېد

د اولیاوو ښار زیارتونو عایدات په اجاره ورکول کېږي

پښتانه نوی کال څه ډول لمانځي؟

د کال په لومړۍ ورځ معمولاً د غزني ښار او شاوخوا سیمو ګڼ شمېر اوسېدونکي دغه زیارت ته ورځي او په شاوخوا سیمه کې یې د کال لومړۍ ورځې مېلې کوي.

غزني کې د بي بي سي خبریال اسدالله جلالزی وايي، زیارت ته نژدې درې سوه متره ورغی، خو امنیتي ځواکونو د وړاندې تګ اجازه نه ورکوله.

د انځور حقوق .
Image caption غزني ښار د غزنویانو سلطنت پلازمېنه او هغه مهال د اسلامي نړۍ له مهمو سیاسي او کلتوري مرکزونو یو و

نوموړی وايي، له دغه ځایه یې لیدل، چې د زیارت یوازې شمالي دیوال روغ پاتې دی او اودي رنګه اوسپنیزه ګومبده یې لرې پرته ده. ځايي اوسېدونکي وايي دغه زیارت څو پېړۍ تاریخي قدامت لري.

د غزني په مقر ولسوالۍ کې نژدې دوې میاشتې مخکې د بهاوالحق او ملا ولي نیکه زیارتونه په بمونو ویجاړ شوي او اور ورته کړل شوی و.

اړونده مطالب