افغانستان کې له ښځو سره د تاوتريخوالي ثبت شوې پېښې ۱۲ سلنه ډېرې شوې

Image caption ۳۲ سلنه ثبت شوې پېښې د فزیکي بریدونو په تړاو دي

د افغانستان بشري حقونو کمېسیون کې ثبت شوې شمېرې ښيي، چې دغه هېواد کې له ښځو سره د زور زیاتي ثبت شویو پېښو شمېرد تېر کال پرتله نژدې۱۲ سلنه ډېر شوی دی.

دغه کمېسیون سږ کال د زور زیاتي ۴۳۴۰ پېښې ثبت کړې دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر وايي، پر ښځو د تشدد ډېرې پېښې ښاري سیمو کې ثبت شوې دي او د ثبت شویو شمېرو ډېروالي معانا دا نه ده، چې ګواکې له ښځو سره زور زیاتي ډېر شوی دی.

نوموړې وايي يو دليل يې کېدی شی کمسيون ته د تاوتريخوالي د قربانيانو لاسرسی وي.

افغانستان: د ښځینه څارنوالانو شمېر ډېرېږي

افغانستان کې هرکال له ښځو سره تاوتریخوالی ډېرېږي

۳۲ سلنه ثبت شوې پېښې د فزیکي بریدونو په تړاو دي، چې ۱۰۰۰ یې د وهلو او ټپي کولو، څه باندې ۲۷۰ د وژنې، ۲۴ د سوځولو او پینځه نورې پېښې د بدن غړو غوڅولو په تړاو دي.

په کمېسیون کې نورې ثبت شوې ۴۰ پېښې د جنسي تېري، ۱۳۰۰ د لفظي شخړو او له ۷۰۰ ډېرې بیا د اقتصادي خشونت په تړاو دي.

Image caption د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کلني رپوټ کې ویل شوي، چې له ثبت شویو پېښو ۹۴ سلنه په کورونو کې دننه پېښې شوې،

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون کلني رپوټ کې ویل شوي، چې له ثبت شویو پېښو ۹۴ سلنه په کورونو کې دننه پېښې شوې، چې ښيي افغانستان کې کور د ښځې لپاره تر ټولو ناامنه ځای کېدای شي.

دغه راز شمېرې ښيي، له ښځو سره له ۹۰ سلنې ډېر زور زیاتی نارینه وو کړی دی.

د بشري حقونو کمېسیون مشرې په ننني کنفرانس کې د خپلسرو(سارايي) محکمو په تړاو هم اندېښنه څرګنده کړه، چې په وینا یې روان کال کې د دغه ډول محکمو په خوښه ۱۲ کسان وژل شوي دي او درې ټپیان شوي دي.

مېرمن سمر وايي د قانون نه حاکمیت او د زور زیاتي کوونکو د بښولو دودو پر ښځو د تشدد لاملونه دي. نوموړې وايي، زور زیاتي کوونکي یا هغو سیمو کې پټېږي، چې حکومت پرې کنټرول نه لري او یا ګاونډیو هېوادونو ته تښتي.

د افغانستان بشري حقونونو کمېسیون نن دوه نور رپوټونه هم خپاره کړل. د دغه مرکز په سروې کې ویل شوي، چې نژدې ۸۵ سلنه افغان مېرمنې ځورول شوې دي. دغه سروې کې له څه باندې ۱۵۰۰ ښځو سره مرکې شوې.

مېرمن سمر وايي، تېرو کلونو کې چې کمېسیون یې له ښځو سره د زور زیاتي پېښو ثبتول پیل کړي، له څه باندې ۱۵۰۰ قضیو نه یوازې څه باندې دوه زره یې د کلیوالو سیمو دي.

د انځور حقوق AIHRC
Image caption د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر وايي، پر ښځو د تشدد ډېرې پېښې ښاري سیمو کې ثبت شوې دي

نوموړې وايي دا د کلیوالو ښځو حالت سم انځور نه ښيي، بلکې دا ښيي، چې کلیوالې ښځې د زور زیاتي شکایت لپاره اړوند مرکزونو ته لاسرسی نه لري.

مېرمن سمر وايي، د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت د 'کلیوالو ښځو غښتلتیا ' د سږ کال لپاره د ملګرو ملتونو شعار و او په هېواد کې د ښځو خوندیتوب، پرمختګ او حالت ښه کېدل د کلیوالو ښځو په خوندیتوب پورې اړوند دی.

د افغانستان مرکزي احصايې د شمېرو له مخې له ۷۰ سلنه ډېرې افغان ښځې په کلیو کې ژوند کوي.

اړونده مطالب