افغانستان ته د سیلانیانو پام اړولو لپاره ځوانانو اپلیکیشن چمتو کړی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان کې د سیلانیانو لپاره د پام وړ ډېرې سیمې شته

د افغان ځوانانو یوې ډلې ویلي، لومړی ځل یې د سیلانیانو یا ګرځندوی خدمتونو او اسانتیاوو لپاره انټرنېټي اپلیکیشن چمتو کړی، چې د دوی په خبره خورا ډېر معلومات وړاندې کوي. دغه ځوانان وايي، د یوه تړون له مخې به دغه اپلیکیشن د ګرځندوی شرکتونو له لوري بازار ته وړاندې شي.

د اپلیکیشن له چمتو کوونکو ځوانانو یو سلطاني هېروي د بي بي سي خبریال محمد قاضي زاده ته وویل، افغانستان ته د سیلانیانو پام اړولو تر څنګ یې دغه اپلیکیشن کې د افغانانو دود دستور، کلتور او ان تاریخ په باب هم معلومات راټول کړي دي.

ښاغلی هېروي وايي:

''له نورو سره زموږ د اپلیکیشن یو توپیر دا دی، چې د خدمتونو برخه کې معلومات هم وړاندې کوو. مثلاً که یو سیلاني د افغانستان یوې ځانګړې سیمې ته تګ غواړي، په اړه یې بشپړ معلومات ورکوو. ''

د انځور حقوق Getty Images

کړکیچن امنیتي حالت افغانستان کې د سیلانیانو یوه مهمه اندېښنه بلل کېږي او دغه ځوانان وايي، د افغان پولیسو په مرسته به دغه اپلیکیشن کې د امنیتي حالت معلومات هم وړاندې کوي.

افغان ولسمشر: ګرځندوی صنعت ته جدي پام پکار دی

د ژوند یو لنډکی تاریخ: د افغانستان یوه ورکه مجله

هرات د ۷۰۰ تاریخي اثارو کور، خو درې لارښوونکي لري

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو بلل کېږي، چې کورنیو او بهرنیو سیلانیانو ته د پام وړ ډېرې سیمې لري، دغه هېواد کې سلګونه داسې شرکتونه هم شته، چې سیلانیانو ته خدمتونه وړاندې کوي، خو د لارو، هوټلونو او امنیت حالت مهمې ستونزې بلل کېږي، چې د کارپوهانو په آند د دغه صنعت غوړېدو مخه نیسي او که پاملرنه ورته وشي، افغانستان له دغې لارې میلیونونه ډالره عاید تر لاسه کولای شي.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES

اړونده مطالب