جاپانۍ نجلۍ چې فلم ولېد، ساینس پوهه شوه ؟

. د انځور حقوق Getty Images
Image caption امبریینګ وايي، د یوه هندي فلم تر لیدو وروسته ور سره د تشیال فکر پیدا شو

په ژوند کې د نوې څه ترسره کولو لپاره نظریه له هر ځایه راتلی شي، لکه څنګه چې یوې جاپانۍ نجلۍ د یوه فلم په لېدو ساینس پوهه شوه، تاسې به یې په اوریدو حیران شئ خو دا رښتیا ده د دغې نجلۍ نوم امبریینګ دی.

د ښوونځي کتابونو لوستو د هغې زړه وهلی و، هغې نوي څه کول غوښتل، داسې یو څه چې نړۍ ته یې ګټه ورسي او له نورو سره توپیر ولري.

هغې یوه ورځ خپل کور کې هندی فلم "ګریوټي" لیده. په دې فلم کې ښودل شوي چې نړیوال تشیالي مرکز د یوې پېښې له امله څنګه ویجارېږي.

* د نړۍ لروبر کې د ساینس په ملاتړ لاریونونه

*

د فلم له لیدو وروسته د امبریینګ په ذهن کې، دا پوښتنه پیدا شوه، هغه مصنوعي سیارې، څیړنیزانجنونه، راکټونه او سپوږمکۍ چې تشیال ته لېږدېږي او ټکر کوي، پاتې شونې یې څه کېږي؟

تر دغه نظر پیدا کېدو وروسته‎ امبریینګ پرېکړه وکړه داسې لاره ومومي چې په مرسته یې په راتلونکي کې تشیال ته تلونکي انسانانو له خطرونو وژغورل شي:

"ما په دومره کم عمر ډیرې ښیې لاسته رواړنې لرلې دي او زه هیله لرم چې په دې نړۍ کې به زه ځانته ډير ښه ځای پیدا کړم."

د انځور حقوق NASA
Image caption ما په دومره کم عمر ډیرې ښیې لاسته رواړنې لرلې دي او زه هیله لرم چې په دې نړۍ کې به زه ځانته ډير ښه ځای پیدا کړم.

د اغلې یینګ د څیړنې له مخې، اوس مهال د ځمکې پر شاوخوا د مصنوعي سیارو کابو نیم میلیون ټوټې ګرځي.

نوموړې هیله لري، د دغې څېړنې له امله به په راتلونکي کې د سټلایټ او تشیالي سپوږمکیو به ټکرونو په کموالي کې مرسته وکړي.

اغلې یینګ وایي، ژوند کې یوازې د ریاضي او ساینسي کتابونو لوستل ډیر مهم نه دي، خو تخلیقي کارونو ته باید ډېر پام وشي.

هغه وايي، که موسیقي واورو په ژوند کې ډیر څه کولی شو.

ورته مطالب