د کندهار په خاکریز کې د ګوزڼ نوې پېښه ثبت شوې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په روان ۲۰۱۸ کال کې افغانستان په ټوله نړۍ کې یوازینی هېواد دی چي د پولیو پېښې په کې ثبت شوې دي

د کندهار په خاکریز ولسوالۍ کي د ګوزڼ (پولیو) یوه نوې پېښه ثبت شوې، چې د دغې نوې پېښې سره په روان زیږدیز کال کې په افغانستان کې د دغه ناروغانو شمېر شپږو ته لوړ شو، چي يوزاې څلور یې په کندهار کې دي.

ګوزڼ وهلی ماشوم يو کلن دی او د خاکریز ولسوالۍ د باغکي سیمي اوسېدونکی دی.

کندهار کې د کتلوي معافیت د پروګرام مشر ډاکټر عبدالشکور نصرت وایي، دغه ماشوم د شاولیکوټ څخه خاکریز ته تللی او د لارې په اوږدو کې يې یو ځل د ګوزڼ ضد واکسین هم کړي وو.

ښاغلی نصرت وایي، چي په خاکریز ولسوالۍ کي د تېرو نهو میاشتو راهیسې د ګوزڼ ضد واکسین پر کمپاین بندیز و، د نوموړي په خبره تمه لري چې راتلونکي کمپاین کې به اجازه ورکړل شي.

دی وايي، وړاندې وسله والو د ګوزڼ ضد رضاکارانو ته یوازې په خاکریز ولسوالۍ کې جومات په جومات د دغه کمپاین اجازه ورکړې وه، خو وايي اوس به کور په کور دغه کمپاین ترسره کېږي .

په روان ۲۰۱۸ کال کې افغانستان په ټوله نړۍ کې یوازینی هېواد دی چي د پولیو پېښې په کې ثبت شوې دي .

اړونده مطالب

ورته مطالب