د بلخ والي: زه د ولسمشر استازی یم

Image caption اسحق رهګذر وايي، خلک ځکه خوښ دي، چې ستونزه د خبرو او تفاهم له لارې حل شوه.

د بلخ نوی والي اسحق رهګذر وايي، بلخ کې یې د امنیت خوندیتوب د پرګرامونو په سرکې ځای لري. د نوي والي په توګه له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې نوموړی وايي، له دريېو لسیزو راهیسې د خلکو څنګ کې دی او باوري دی، چې د دندې پر سمبالولو یې ځايي خلک خوښ دي.

نوموړی وايي، خلک ځکه خوښ دي، چې ستونزه د خبرو او تفاهم له لارې حل شوه.

ښاغلی رهګذر وايي، لوی پروګرامونه لري او د امنیت خوندي کولو ته لومړیتوب ورکوي. د یوې پوښتنې په ځواب کې چې نوې دنده د ولسمشرۍ ماڼۍ او پخواني والي عطا محمد نور تر منځ د هوکړې پایله کې ورسپارل شوې، ځان د چا استازی ګڼي، ښاغلی رهګذر وايي:

''زه دولسمشر استازی یم. کله چې هوکړه وشوه، د جمعیت د رهبرۍ شورا له لوري او د جمعیت شورا اجراییه رییس عطا محمد نور له لوري وړاندیز وشو، خو ځای لري چې د افغانستان له ولسمشر جلالتماب، محترم محمد اشرف غني مننه وکړم چې پر ما یې باور وکړ، په بلخ ولایت کې یې خپل استازی وټاکلم. زه يې کاملاً تر امر لاندې یم او دا یو اصل دی او پرنسیپ ایجابوي چې زه یې استازولي وکړم او په خدمت کې اوسم. ''

نوموړی زیاتوي، ''سره له دې چې اوس د ادارو مامورین د ازاد و سیالیو له لاري ګومارل کېږي، خو که څوک بې کفایته وي او په فساد ککړ وي، ستونزې رامنځته کوونکی وي، د هغوی په اړه ژر پرېکړې کوو. ''

محمد اسحق رهګذر د بلخ د نوي والي توګه معرفي شو

عطا محمد نور د بلخ د نوي والي په سر 'له ارګ سره هوکړه' رد کړه

د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ملي شورا کې د استازي په توګه یې یو شمېر موکلین اعتراض کوي، چې غیر حاضر به و یا یې ډېر اغېز نه درلود، نوموړي وویل:

''زه دوې دورې پنځلسمه او شپاړسمه، ملي شورا کې استازی وم، په دې کې شک نه شته چې څوک ټول خلک نه شي راضي کولای او ممکنه نه ده، خو زه بشپړ باور لرم چې د بلخ ولایت خلکو له سر تا سري ملاتړه برخمن یم او کاملأ هر شیبه ماسره په اړیکه کې دي، تګ راتګ کوي او نظرونه يې اورم، خو یو شمېر چې بل نظر لري، په دوی پورې اړه لری. ''

Image caption اسحق رهګذر مزار شریف کې د بي بي سي له خبریال امیر بریال سره مرکه کړې

نوموړی وايي، د خلکو خدمت ته هوډمن دی او هیله لري، چې د ولس د خدمت هڅې به یې بریالۍ وي.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې تېره پنجشنبه وویل، چې د دوی په وړاندیز او د ولسمشر تر تایید وروسته محمد اسحاق رهګذر د بلخ نوی والي ټاکل شوی دی.

ښاغلی رهګذر تېر مهال کې هم د بلخ د والي او د دغه ولایت د امنیه قومندان په توګه دندې تر سره کړې دي.