د پوهنې وزارت له چارسمبالي سره مرکه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پوهنې وزارت له چارسمبالي ابراهيم شينواري سره مرکه

شاوخوا پنځلس کاله مخکې د افغانستان اوسنی ښوونیز نصاب چاپ شو. ګوتنیونکو چاپ شوي کتابونه له ګڼو نيمګړتیاو ډک وبلل. نن يې بیا د بدلون اعلان وشو. لا معلومه نه ده چې دغه نوی نصاب به هم د پخوا په شان نیمګړتیاوې ولري او که نه؟

خو پوښتنه دا ده چې پکې راغلی بدلون په څه معنا دی؟ دولت د زرو تړل شویو ښوونځيو د بیاپرانستې لپاره څه کوي؟

نورګل شفق د افغانستان د پوهنې وزارت چارسمبالي وزیر ابراهيم شينواري سره په دې اړه مرکه کړې.

اړونده مطالب