له 'ارمانجن پښتونه' څه پاتې شول؟

د پرلت پر نهمه ورځ همدا تېره یکشنبه دې کېږدې کې چاودنه وشوه. د انځور حقوق KHALID SHAH NAIL
Image caption د پرلت پر نهمه ورځ همدا تېره یکشنبه دې کېږدۍ کې چاودنه وشوه.

د کابل پرلت تقریبا له تېرو لسو ورځو د کابل حضوري چمن کې پېل شوی. دوی کېږدۍ درولې. هره ورځ پکې د قران کریم ایتونو له لوستو او ملي سرود له غږېدو وروسته ویناووې وي.

دا خوځښت د کوزې پښتونخوا د پښتنو د وروستیو حرکتونو په ملاتړ پیل شوی و، خو د کابل پرلت مخکښان یې یوازې تر هغه نه محدودي. دوی په جګړه کې ښکېلې غاړې هم مخاطبې کړي چې که د سولې وړاندیز و نه مني، دوی به یې پر ضد ولسي پاڅون راوبولي.

اباسین بریال د پرلت تنظیمونکي ویل، هره ورځ پرلت ته له پنځو تر شپږو سوو کسانو راځي. سرې خولۍ چې اوس د ازادۍ او حق غوښتلو سمبول ګرځیدلې په سر او د افغانستان بېرغ رپوي د پرلت په نهمه ورځ همدا تېره یکشنبه دې کېږدۍ کې چاودنه وشوه.

د کورنیو چارو وزارت په وینا چسپکي، خو عیني شاهدانو ادعا کوله چې لاسي بم و. چاودنې څلور کسان ټپيان کړل او له دې څلورو ټپيانو یو ومړ.

کابل: د پرلت کېږدۍ ته څېرمه چاودنه شوې

د ټولنیزو رسنیو ځینو کارکوونکیو مړ ځوان د حق غوښتنې او وطن د لارې شهید بللی، خو دا سړی څوک و؟

ذاهد الدین د کلي له دعوو راپټ، د کابل ښار یوه خونه کې له څو ملګرو سره استوګن و. هر مازدیګر به د پرلت په کېږدۍ کې ناست و. پلار یې د ګردیز زندان کې بندي دی، دوی په خټه د پکتیا د ګردې څیړۍ ځدراڼ دي.

اباسین بریال راته وویل:

''ذاهد فعال هلک و، ارمانجن پښتون و او له کومې ورځې چې پرلت پېل و هره ورځ راتلو. ده به د باندې د امنیت انتظام هم کاوه. ''

ده وویل، ''ظاهرا ارام انسان و. درې ماشومان ترې پاتې شول. ''

بریال سره یې وروستۍ نښې مسواک، تسبې، هېنداره‌ ږمنځ، عطر، ګوتمۍ، دوه قلمونه او تعویذ او ځینې نور شیان پاتې شول.

لیکوال، شاعر ‌‌‌‌‌‌او د کابل پرلت ګډونوال ډاکټر احسان الله درمل دا نښې دا ‌‌‌‌‌‌ډول تفیسروي:

''مسواک او تسبې یې د دیندارۍ کیسه کوي، ږمنځ، هنداره، عطر، ګوتمۍ او ساعت یې شوقونه را یادوي، تعویذ یې د رنځ پر وړاندې عقیدوي او ګولۍ یې ساینسي دفاع ښیي، قلمونه یې له زده کړو سره د مینې داستان دی او تذکره یې له خپل هویت سره د عشق ثبوت دی. ''

اباسین بریال وویل:

'' دا فعال هلک او ارمانجن پښتون د زړه په سر لګیدلی و. له دریو نورو ټپيانو سره یو ځای روغتون ته لېږدېده چې لار کې یې ساه ودرېده او سترګې یې پټې شوې. ''

د کابل پرلت د لومړني قرباني زاهد جنازه یې کلیوالو نن پلرنۍ هدیرې ته یوړه، ‌‌‌‌‌‌خو اکثریتو ټولنیزو رسنيو کې لیکلي چې د ده مرګ به ‌‌‌‌‌‌ډېر نور راویښ کړي.

کابل کې پخوا هم په مدني حرکتونو بریدونه شوي وو او له ‌‌‌‌‌‌ډېرو یې ژوند اخیستی وو، خو دا چې رښتیا به د زاهد مرګ د نقیب مسېد غوندې ‌‌‌‌‌‌د نورو مدني خوځښتونو پیل شي کنه، وخت به یې راوښيي.

د انځور حقوق FB
Image caption بریال سره یې وروستۍ نښې، مسواک، تسبې، هېنداره‌ ږمنځ، عطر، ګوتمۍ، دوه قلمونه او تعویذ پاتې شول.

اړونده مطالب