د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي یوازې ۲۵ قضیې سلنه څېړل شوې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هغه ښځې چې د کورني تاوتریخوالي له امله کور پرېښودلو ته اړې شوې په کلونو کلونو په امن خونو کې شپې ورځې تیروي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایي په هرو ۱۰۰ قضیو کې یوازې ۲۵ یې څېړل شوې او عاملین یې محاکمه شوي دي.

دغو کسانو ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي قانون له مخې سزاوې ورکړل شوې.

دغه قانون چې په ۱۳۸۸ کال کې د حامد کرزي له خوا د یوه تقنیني فرمان په بڼه توشیح شو.

دغه قانون له ښځو سره ۲۴ ډوله تاوتریخوالی جرم بللی چې د ښځو له توهین او سپکاوي نیولې ان تر وهلو ډبلو او د بدن غړو د پرې کولو مسائل په کې راغلي دي.

دغه قانون ته په پیل کې په ولسي جرګه کې غبرګون ښودل شوی و، ځکه جنجالي مسایل لکه د ښځو وهل، دوهم واده، طلاق او ځینې نور مسایل پکې راغلي وو.

د ښځو چارو وزارت اوس د ۱۳۹۵ کال شمیرې له رسنیو سره شریکې کړې او ویې ویل چې په دغه کال کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د څه باندې څلور زره پیښو له ډلې یوازې شاوخوا اته سوه څیړل شوې او په تړاو یې ۱۰۹۵ تنه تورن پیژندل شوي دي. په همدې حال کې د عدلیې وزارت مرستیال سید محمد هاشمي وایي چې د تاوتریخوالي قرباني ښځې تر ډیره واده کړې هغه دي.

په دې رپوټ کې تر ټولو بد او شدید تاوتریخوالی فزیکي هغه دی چې تر ډیره وهل ټکول په کې دي، پنځه شپیته سلنه قضیې د وهلو، او نورې د جنسي، فزیکي او رواني تاوتریخوالي دي، ډیر تاوتریخوالی له هغو ښځو سره شوی چې عمرونه یې له اتلسو تر ۳۵ کلونو دي.

که څه هم له ښځو سره د تاوتریخوالي د پنځه ویشت سلنه پیښو څیړل د پام وړ کوم پرمختګ نه ښيي، خو د ښځو چارو وزارت بیا دې شمېرو ته هیله مندي ښکاره کړې.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي څارونکي بنسټونه بیا وایي، د دې ډول پیښو د څیړلو بهیر ډیر ورو او ټکنی دی او هغه ښځې چې د کورني تاوتریخوالي له امله کور پرېښودلو ته اړې شوې په کلونو کلونو په امن خونو کې شپې ورځې تیروي.

د ملګرو ملتونو تازه راپور ښيي چې په ۲۰۱۷ له ښځو سره د تاوتریخوالي ۵۳۷ پيښې ثبت شوي دي. داسې اندیښنه هم شته چې په لرو پرتو سیمو کې د تاوتریخوالي ډیرې قضیې پټې پاته کیږي.