"افغانستان کې د چينايي اورپکو مرستيال مسوول وژل شوی"

Image caption په وروستيو څو کلونو کې په بدخشان کې د افغان ځواکونو او اورپکو تر منځ ګڼې جګړې شوې دي

د افغانستان په شمال کې د پوځ چارواکي وایي چې د چینایي اورپکو مرستیال مسئول يې وژلی دی. دوی وایي په جرم ولسوالۍ کې شویو دې عملیاتو کې یو بل چینایی اورپکی او پنځه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قل اردو د عامه اړیکو مسئول حنیف رضایي بي بي سي ته وویل، دغه اورپکي تېره شپه له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.‌

نوموړی وايي، "په فرغامیرو او آب راغک کلیو کې مونږ له مخالفینو سره جګړې کړي، دغلته له نیکه مرغه ۷ طالب ترهګر وژل شوي چې دوه تنه یې چینايي وګړي دي، په وژل شویو چینایانو کې یو مصطفی نومېږي چې د چین د ترهګرو د مسئول مرستیال و، د بل چیني نوم مونږ ته نه دی معلوم، دغو چینایانو د طالبانو په ليکو کې فعالیت کاوه، عملیاتو کې ۱۳ طالبان ټپيان شوي او دوه مرکزونه یې هم له منځه تللي دي".

په بدخشان کې د ایغور اورپکو کره شمېر معلوم نه دی، خو په دې وروستیو کلونو کې په شمالي ولایتونو کې د دغو جنګیالیو شمېر د ګوتو په شمار ښودل شوی دی. ځایي سرچینو بي بي سي ته ویلي چې د واخان په سیمه کې د چین او افغانستان ګډه پوله په کلکه څارل کیږي.

دغه سرچینې وایي چې طالبان د ایغور اورپکو د شمير د کموالي له امله دې ته لیوالتیا نه لري چې هغوی په جګړه ورګډ کړي، خو د چیني اورپکو شتون که کم هم وي، طالبانو ته ارزښت لري.

د انځور حقوق پکتيا رسنيز مرکز
Image caption افغان امنيتي ځواکونه

د جرم ولسوالۍ اجرائي مدیر او سرپرست محمد مصطفی د چینايي اتباعو د وژنې په اړه بې خبري ښيي، خو وایي دغلته د جګړې په کرښه کې لسګونه چینايي اورپکي فعال دي.

نوموړی وايي "دا یو ښکاره واقعیت دی چې دغلته بهرني جنګیالي لکه قزاق او چینایان شته، زمونږ راپورونه ښيي چې همدا اوس هم د جګړې په دې کرښه کې شاوخوا پنځوس چینایان فعال دي".

طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د خپلو ملګرو وژل رد کړي، خو ویلي دي چې په عملیاتو کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د افغانستان په جګړه کې ورځ تر بلې د بهرنیو وسله والو مخالفینو ګډون ډېرېږي. په وروستیو څو میاشتو کې د دغه هېواد په بیلابیلو برخو کې د فرانسوي، جرمني، ازبکستاني، چیچني، هندي او الجزایري جنګیالیو د وژلو او نیولو خبرونه ورکړل شوي دي.

څو اوونۍ وړاندې په فاریاب کې یوه فرانسوۍ مېرمن له داعش ډلې سره د همکارۍ او له هغه وړاندې په هلمند کې یو جرمنی تبع ونیول شو چې له طالبانو سره یې مرسته کوله.

اړونده مطالب

ورته مطالب