افغان ښوونځیو کې کیفیت د کمیت قرباني دی؟

.

ښوونځیو ته د افغان ماشومانو د لاسرسي د تېرو ۱۶ کلونو هڅې د دې لامل شوي چې پوهنې کیفیت ته چندان پاملرنه ونه شي.

په ښوونځیو کې د ټیټ کیفیت لاملونه د لوړو زدکړو لرونکو ښوونکو، سالم چاپېریال، درسي کتابونو او موادو نشتوالی ښودل کېږی.

د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي، د افغانستان د ښوونکو ښوونیز مهارتونه دومره راټیټ دي چې د ۱۴ وروسته پاتې افریقایي هیوادونو سره پر تله کیدای شي.

هیلې مې لاهو شوې

۲۰ کلن فهیم د کابل په څرخي پله سیمه کې د څرخي پله لیسې مخ ته د خوراکي توکو هټۍ لري چې درې کاله وړاندې له همدې ښوونځي فارغ شوی دی .

فهیم وایي خپلو هیلو ته ونه رسیده:

"په دولس کاله ښوونځي کې مې یوه ورځ هم د انګریزۍ ښوونکی نه دی لیدلی او زه داسې فکر کوم چې د پوهنې وزات به ان نه وي خبر چې دلته کومه لېسه شته"

Image caption ښوونځي ته په واک کې ور کړل شویو درسي وسایلو کیفیت ټیټ ښودل کېږي

زه (خبریاله) د کابل ختیځ کې د څرخي پله هغه ښوونځي ته ورغلم کوم ته چې فهیم دولس کاله په تمه ور غلی و چې ګویا د خبریالۍ هیله یې ور پوره کړي.

همدې ښوونځي کې مې د څلورم ټولګي زدکوونکي لیدل چې په زاړه پلاستیکي فرش ناست وو، ټولګي یې ښیښې نه لرلې او دروازه یې هم ماته وه.

په یوه ټولګي کې له دوه یا درېوو زدکوونکو سره یو - یو کتاب و. د دوی له ډلې مې له څوو سره خبرې وکړې چې ان خپل نوم یې په ګرانه لیکلی شو.

* ولې د یوې بلې ژبې زدکړه اوس ډېره اړینه ده؟

* پوهنه کې د فساد څېړلو پلاوی د موندنو ډاګیزېدل غواړي

* لوړې زده کړې: د افغان محصل تجربه، نوی کال نوی پیل

د کیفیت تمه مو پرې ده

د دې لیسې له مدیر احمد ملازاده نه مې پوښتنه وکړه چې ولې دې ښونځي ونه کړی شول د فهیم او ورته نورو کسانو هیلې رښتیا کړي؟

ښاغلي ملا زاده یې په ځواب کې وویل، د مناسب چاپېریال نشتوالی د ښوونیزو امکاناتو کمښت او د مسلکي ښوونکو لږوالی هغه لاملونه دي چې د ښه کیفیت تمه یې پرې کړې ده.

ښوونځیو کې د لیک لوست کړکېچ

افغانستان کې د زدکړو ټیټ کیفیت هغه ننګونه ده چې ټولو سکټورونو ته یې جدي ستونزې را ولاړې کړې دي.

د یو شمیر نړیوالو بنسټونو ارزونې چې افغانستان کې یې د پوهنې په برخه کې کړي، ښيي چې دې هېواد کې ډېر ښوونکي ښوونیز مهارتونه یا وړتیاوې نه لري.

دغه بنسټونه وایي، د ښوونځيو د زدکونکو تر منځ د لیک لوست کړکیچ دومره ډېر دی چې په لرو پرتو ولایتونو او سیمو کې یې زدکوونکي ان له مخې لیک نه شي لوستلی.

Image caption د ختیځ کابل د څرخه پله په لېسه کې د څلورم ټولګي زدکوونکي

د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې مرستیال امین الحق مایل چې د پوهنې وزارت په نوې ستراتیژۍ جوړولو کې یې برخه درلوده، بي بي سي ته وویل،په تېره یوه نیمه لسیزه کې د پوهنې وزارت پر کیفیت نه، بلکې پر کمیت ټینګار کړی:

"زموږ ارزونې دا دی چې له لومړي تر شپږم ټولګي زدکونکی ان خپل نوم نه شي لیکلی او له دولسم فارغ زدکوونکو د سواد کچه دومره ټیټه ده چې په بازار کې پرې کار نه شي موندلی."

حکومت د پوهنې کیفیت ته لومړیتوب ور کړی

ښاغلی مایل وایي اوس حکومت له ۲۰۱۶ کال را پدېخوا کیفیت او وړتیا ته لومړیتوب ورکړی او د پوهنې وزارت ۶۵ سلنه بودیجه یې ورته ځانګړې کړې ده.

د شنونکو په باور، ښوونځیو کې د ښوونکي په توګه د دولسم او څوارلسم ټولګي د فارغو کسانو ګومارنې د پوهنې پر کیفیت ناوړه اغېز کړی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب